امنيتي سرچينو خبردارى ورکړى دى چې هند په هند کښې په ناقانونه توګه ساتل شوي لږ تر لږه ٥٦ پاکستاني وګړي په جعلي مقابلو کښې وژني.
د جيو نيوز د يو راپور له مخې دغو سرچينو ادعا کړې ده چې هندي ځواکونه پلان لري چې دغه بنديان ووژني. کوم چې د هند په بېلابېلو جېلونو کښې په ځانګړې توګه په هندي غېر قانوني توګه قبضه شوي جمو او کشمير (IIOJK) کښې بنديان دي او هغوى به د مقابلو په توګه وښيي.
د ادعا له مخې موخه دا ده چې وژل شوي پاکستانيان داسې وسله وال وښودل شي چې له پاکستان څخه ننوتي دي. په دې توګه د پولې پورې غاړې تېري لپاره پلمه برابره کړي او د پاکستان ضد پروپاګند پياوړى کړي.
سرچينې ادعا کوي چې جوړې شوې ويډيوګانې او انځورونه، چې ګواکې له قربانيانو څخه ترلاسه شوې وسلې ښيي. هغه به هندي رسنيو ته خپاره شي. په ځينو حالاتو کښې بنديان ممکن تر مرګ مخکې په زوره د پاکستان ضد څرګندونو يا جعلي اعترافونو کولو ته اړ کړل شي.
دا ادعاوې د ډايريکټر جنرل انټر سروسز پبلک ريليشنز (ISPR) لېفټننټ جنرل احمد شريف چوهدري د وروستيو څرګندونو له خوا هم پياوړې شوې دي. چا چې په هندي جېلونو کښې د ناقانونه توګه نيول شويو پاکستانيانو په اړه په عامه توګه معلومات افشا کړي دي.
جنرال صاحب د چهارشنبې په ورځ په يوه خبري غونډه کښې ويلي وو چي مونږ ته راپورونه رسېدلي دي . معلومات دا دي چې په هند کښې په بېلابېلو ځايونو کښې په سلګونو پاکستانيان په جېلونو کښې ساتل شوي دي او هغوى د جعلي مقابلو کښې د ترهګرو او نفوذيانو په توګه ښودل کېږي.
