د اولمپیک د سرو زرو مډال ګټونکي ارشد ندیم د هند د نیزې غورځولو ستوري نیرج چوپړا د مې په ۲۴مه په بنګلورو کښې د نیزې غورځولو په سیالیو کښې د ګډون بلنه رد کړه. ندیم چوپړا ته په یو لیک کښې د بلنې لپاره مننه وکړه خو د مخکې نه ټاکل شوو ژمنو له امله یې د ګډون نه کولو عذر وغوښت.
ندیم وویل چې د هغه مهالوېش دمخه د پلان شوي تمرینونو او پیښو له امله ډک دی. چې په هغې کښې د سویلي کوریا په ایشيائي لوبو سیالیو کښې ګډون هم شامل دی. کوم چې د مې په ۲۷مه پیل کیږي.
هغه تمه کیږي چې د مې په دریمه اونۍ کښې سویلي کوریا ته سفر وکړي ترڅو د سیالۍ دمخه هلته ځان سره عادت کړي.
چوپړا چا چې په شخصي توګه بلنه ورکړې وه. هغه خپله خواشیني څرګنده کړه. دا پیښه باید د هند په بنګلورو کښې ترسره شوې وای.
په عین حال کښې چوپړا په هغه نفرت او ناوړه کمپاین هم خواشیني څرګنده کړه چې د ندیم د بلنې له امله د هغه په وړاندې روان و. هغه زیاته کړه چې ارشد ندیم ته بلنه د یو ورزشکار له خوا بل ورزشکار ته وه او نور هیڅ نه. هغه د پاهلګام له برید وروسته ندیم ته د بلنې ورکولو څخه هم په شا شو.
هغه زیاته کړه چي له هغې وروسته چې په تیرو ۴۸ ساعتونو کښې پیښ شوي. په این سي کلاسیک کښې د ارشد شتون په بشپړ ډول ناشونی و. هغه دا هم وویل چې د هغه د هیواد ګټې به تل د هغه لپاره لومړیتوب ولري.
ارشد ندیم تیر کال د پاریس په اولمپیک لوبو کښې د نیزې غورځولو په سیالۍ کښې د سرو زرو مډال ګټلی و او نیرج چوپړا سپین زر ګټلی و.
په دې وروستیو ورځو کښې د هند او پاکستان اړیکې ترینګلې شوې دي. وروسته له هغې چې په هند تر ولکې لاندې کشمیر په پاهلګام کښې په یوه برید کښې ۲۶ سیلانیان ووژل شول. هند اعلان وکړ چې د پاکستانیانو ویزې به لغوه کړي. د پاکستان ډیپلوماتیک حضور به کم کړي او د سند د اوبو تړون به وځنډوي.
په ځواب کښې پاکستان هم د هند ډیپلوماتیک حضور کم کړ. ویزې یې لغوه کړې او خپله هوایي حریم یې د هندي الوتکو پر مخ وتړله. دې هیواد دا هم اعلان وکړ چې د اوبو غصب به د جنګي عمل په توګه شمیرل کیږي.