به‌روزرسانی دربارهٔ5 hours ago

وزیراعظم شهباز شریف له چین سره په فضايي ټیکنالوژۍ کښې د همکارۍ ژورولو هیله څرګنده کړې ده.

د چین د فضايي ټیکنالوژۍ شرکت ګیلیکسي سپېس له پلاوي سره د لیدنې پر مهال  وزیراعظم د فضايي سپوږمکیو، مخابراتو او د سپوږمکۍ له لارې د انټرنیټ په ګډون په بېلابېلو برخو کښې د همکارۍ پراخولو لپاره د پاکستان ژوره لېوالتیا په ګوته کړه.

د  وزیرڅ د دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کښې ویل شوي دي چې په دې لیدنه کښې د پاکستان د فضايي ټیکنالوژۍ سیکټر ته د لومړیتوب ورکولو او د چین د یو مهم ستراتیژیک شریک په توګه د رول په اړه ټینګار شوی دی. د ګیلیکسي سپېس استازي چې مشري یې ښاغلي شو مینګ کوله. هم دا لېوالتیا وښودله او په پاکستان کښې یې په فضايي صنعت کښې د پانګونې او د پاکستاني بنسټونو او خصوصي مخابراتي شرکتونو سره د ګډو پروژو پر مخ وړلو هیله څرګنده کړه.

دا وروستی پرمختګ په موجوده همکاریو سربېره دی. په فرورۍ میاشت کښې  وزیراعظم شریف د پاکستان او چین د ګډ ماموریت اعلان وکړ. چې له مخې به یې پاکستاني ستورمزلي د چین فضايي سټېشن (CSS) ته استول کېږي. دوه پاکستاني ستورمزلي به په چین کښې روزنه ویني. چې یو به یې په CSS کښې د ترسره کېدونکو علمي څېړنو په برخه کښې تخصص لري. دا ماموریت چې په راتلونکي کښې د پیل کېدو پلان لري. په بېلابېلو برخو کښې به پرمختللي علمي تجربې ترسره کړي.

په پاکستان کښې د سټارلنک د لنډمهالې جواز ترلاسه کولو په اړه د وروستیو خبرونو وروسته ځینې سرچینې څرګندوي چې یو چینایي شرکت د پاکستان د انټرنیټ بازار ته د ننوتلو فرصتونه لټوي.

نور ولولئ