خیبر پښتونخوا د سختو بارانونو او ږلۍ له امله د راغلو سېلابونو له امله له ستونزو سره مخ ده. د جمعې په ورځ د چترال، خیبر، چارسدې او صوابۍ په ګډون په بېلابېلو ضلعو کښې سخت موسم د فصلونو، کورونو او انفراسټرکچر ته ډېر زیان رسولی دی.
لږ تر لږه اته کسان په چارسده کښې د برېښنا د لګېدو له امله ژوبل شوي دي. سېلابونو چې ویالې او سیندونه یې ډک کړي دی. په خاصه توګه یې په لاندني چترال کښې ډېر زیان رسولی دي. چېرته چې درې کورونه نړېدلي او د چترال پېښور سړک په موقتي توګه تړل شوی و. چې مسافر او ګاډي پکې بند پاتې وو. په خیبر ضلع کښې طوفانونو فصلونو ته زیان رسولی او د موټرو ښیښې یې ماتې کړې. په داسې حال کښې چې صوابۍ د تنباکو او نورو فصلونو ته ډېر زیان لیدلی دی.
د خیبر پښتونخوا د صوبایي ناورین مدیریت ادارې (PDMA) د کابل سیند او د هغه شاخونو ته د سېلاب خبرداری ورکړی او د احتمالي حالاتو لپاره یې د اړوندو افسرانو د اونۍ رخصتۍ هم منسوخ کړې دي. په راتلونکو ۲۴ ساعتونو کښې د نورو سختو بارانونو او ږلۍ وړاندوینه شوې ده.
ځایي رضاکاران او د ژغورنې ډلې په دې هڅه کښې دي چې بند پاتې مسافر او ناروغان خوندي ځایونو ته انتقال کړي. د ملي لویې لارې اداره (NHA) هم د چترال پېښور د خراب شوي سړک په جوړولو کښې فعاله ونډه لري.