به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاکستان د استخباراتي ادارې یو عملیات د پاکستان د هوايي ځواک په مسرور اډه باندې د یو لوی برید پلان شنډ کړ.

د دی نیوز په راپور کښې ویل شوي چې په دې پلان کښې نهه ترهګر شامل وو. چې پنځه د افغانستان اوسیدونکي وو. د برید ماسټر مائنډ او مشر یو ډیر مطلوب قوماندان و، چې په افغانستان کښې اوسیږي. راپور زیاتوي چې ترهګر د فتنه الخوارج ډلې پورې تړلي وو. دا هغه نوم دی چې حکومت له تیر کال راهیسې د ممنوع تحریک طالبان پاکستان ته کاروي.

راپور زیاتوي چې ترهګر په دې وروستیو کښې له افغانستان څخه پاکستان ته ننوتلي وو او پلان یې درلود چې هوايي اډې ته ننوځي. مهم زیربناوې او الوتکې ویجاړې کړي او بیا تر مرګه وجنګیږي. په راپورونو کښې ویل شوي چې ترهګرو د هوايي اډې ته نږدې استوګنځایونه نیولي وو او د اډې ته د ننوتلو نقطه یې هم معلومه کړې وه.

د راپور له مخې دا عملیات په افغانستان کښې پلان شوي وو او دیارلس میاشتې یې په کار کښې وې.

په هرصورت دا پلان د یوې استخباراتي ادارې لخوا وموندل شو. چې د ترهګرو د عمل کولو څخه مخکې یې په ټول هیواد کښې نیونې وکړې.

د راپور له مخې دا ترهګریز نیټ ورک د ۲۰۲۴ کال په نومبر میاشت کښې د کراچۍ په سایټ سیمه کښې د لیبرټي ټیکسټایل ملز په برید کښې هم مسؤوله وه.

د برید ماسټر مائنډ چې په راپور کښې یې نوم نه دی اخیستل شوی. د IED متخصص په توګه بیان شوی. چې په افغانستان کښې یې روزنه لیدلې وه.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو انسټیټیوټ د یو وروستي راپور له مخې د مارچ په میاشت کښې په ټول هیواد کښې ټول ۱۰۵ وسله وال بریدونه شوي دي. د مارچ په میاشت کښې ټول ۱۷۱ ترهګر وژل شوي. په داسې حال کښې چې ۸۶ امنیتي پرسونل او ۷۸ ملکي وګړي خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

نور ولولئ