به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

د سندهـ رینجرز او سي ټي ډي   په ګډه عملیاتو کښې په کراچۍ کښې درې ترهګر ونیول.

د رینجرز د یوې اعلامیې له مخې دا عملیات په کورنګۍ کښې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ ترسره شول.

نیول شوي ترهګر انعام الله عرف لالا، نعیم الله عرف عمر زالی او محمد طیب عرف محمد نومېدل.

رینجرز وویل چې دا ترهګر د حافظ ګل بهادر ډلې پورې اړه لري. کوم چې د تحریک طالبان پاکستان یو ملګری ګروپ دی.

اعلامیه زیاتوي چې دې درېیو کسانو په وزیرستان کښې په ترهګریزو بریدونو کښې لاس لرلو او په دې وروستیو کښې کراچۍ ته راغلي وو. چې هلته یې د ترهګریز برید پلان لرلو.

له ترهګرو څخه وسلې او چاودیدونکي څيزونه هم ترلاسه شوي دي چې د قانوني اقداماتو لپاره  CTD ته سپارل شوي دي.

نور ولولئ