به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د بلوچستان وزیراعلی سرفراز بګټي د پنجشنبې په ورځ وویل چې حکومت د جعفر ایکسپریس په برید کښې ښکیل ترهګر د قانون مطابق خاورو ته سپارلي دي.

په کويټه کښې د مرکزې کابینې له غړو سره د لیدنې وروسته خبریالانو ته په خبرو کښې بګټي وویل که ترهګر نه وای خاورو ته سپارل شوي نو د هغوی نومونه به د ورک شویو کسانو په لیسټ کښې شامل شوي وای.

هغه زیاته کړه که څوک د برید په ترڅ کښې د وژل شویو ترهګرو د جسدونو د پیژندلو لپاره مخې ته راتلل غواړي نو کولای شي دا کار وکړي.بګټي زیاته کړه قانون داسې چا ته د ستاینې اجازه نه ورکوي.

وزیراعلی وویل چې جسدونه  ایدهي فاونډیشن ته سپارل شوي وو چې هغوی خاورو ته وسپارل. هغه زیاته کړه چې جسدونه د ډي این ای میچنګ له لارې پیژندل کیدای شي. هغه زیاته کړه چې جسدونه د امانت په توګه خاورو ته سپارل شوي دي.

بګټي زیاته کړه چې وژل شوي او خاورو ته سپارل شوي کسان سخت دریځه ترهګر وو او حکومت نه غوښتل چې هغوی د ورک شویو کسانو په لیسټ کښې شامل شي.

بګټي وویل چې صوبایي حکومت داسې قوانین جوړوي چې د ترهګرۍ پر ضد جګړه کښې امنیتي ځواکونه پیاوړي کړي. هغه د مرکزې وزیرانو او سیکرټریانو څخه هم مننه وکړه چې په صوبایي پلازمینه کښې یې ورسره لیدنه وکړه.

د جعفر ایکسپریس د یرغمل نیولو د عملیاتو په ترڅ کښې ۳۳ ترهګر ووژل شول. یوه ورځ وروسته له هغه چې ریل ګاډی وتښتول شو. ترهګرو چې د بلوچستان لبریشن آرمي پورې اړوند وو. ۲۶ کسان وژلي وو چې ۱۸ یې د وسله والو ځواکونو غړي وو. خو په عملیاتو کښې نور یرغمل شوي کسان ونه وژل شول.

نور ولولئ