د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت تایید کړه چې د داعش خراسان ډلې ترهګر شریف الله نیول شوی او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له مخې امریکا ته سپارل شوی دی.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند سفیر شفقت علي خان په اسلام اباد کښې په یوې خبري غونډه کښې وویل، پاکستان د ترهګرۍ ښکار دی او د هغې د مخنیوي لپاره یې ډېرې هڅې کړې دي.
خان وویل: “د پاکستان د قانون عملي کونکو ادارو د داعش خراسان په ګډون د ترهګرو په وړاندې هڅو کښی په غټه توګه کامیابی ترلاسه کړې ده.”
هغه زیاته کړه چې پاکستان شریف الله د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د پرېکړې له مخې امریکا ته سپارلی دی.
هغه وویل: “د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۲۶۷ او ۱۳۷۳ پرېکړو له مخې، پاکستان له امریکا سره همکاري وکړه او شریف الله یې وروسپارلو.”
خو خان زیاته کړه چې د بهرنیو چارو وزارت د داسې عملیاتو په اړه تبصره نه کوي. هغه زیاته کړه چې دا ډول عملیات د ترهګرۍ پر وړاندې د پاکستان ژمنتیا ثابتوي.
هغه وویل: “دا عملیات ښیي چې پاکستان د ترهګرۍ په وړاندې د صفر تحمل پالیسي لري.”
په پاکستان کښې د ترهګرو د تربیتی مرکزونو په اړه د افغان حکومت د ویاند ذبیح الله مجاهد د څرګندونو په ځواب کښې خان وویل چې دا ډول دعوی په بشپړه توګه بې بنسټه دي.
هغه دا څرګندونې “په افغانستان کښې د ترهګرو عناصرو ته د پټ ځایونو ورکولو په اړه د څرګندو حقایقو د بدلولو لپاره یوه غمیزه هڅه” وبلله.
د تورخم په اړه ویاند وویل چې دا ستونزه لا نه ده حل شوې او پاکستان د افغان لوري د “غیرقانوني او یو اړخیزو” کړنو او پارونو سره سره تحمل ښودلی دی.
هغه زیاته کړه چې داسې وضعیت رامینځته کول چې پوله باید وتړل شي د پاکستان اقتصادي شرایطو ته په کتو سره یو معقول کار نه دی او له افغانستان څخه یې وغوښتل چې دا ستونزه د سولې له لارې حل کړي.