د اکوړه خټک، نوښار په مدرسه حقانیه کښې د جمعې په ورځ په یوه چاودنه کښی مولانا حامدالحق او پینځه نور کسان و وژل شول
مولانا حامد الحق په لومړیو کې “سخت ټپي” بلل شوی وو. خو وروسته د چیف سیکریټري شهاب علي شاه تایید کړ چې مولانا حامدالحق په چاودنه کښې ووژل شو.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو وویل چې په برید کښې لږ تر لږه ۱۲ کسان ټپي شوي دي، چې اوس هسپتالونو ته لیږل شوي دي.
دا برید د جمعې لمونځ وروسته وشو. پولیسو تایید کړه چې دا چاودنه د یو ځانمرګي بریدګر په واسطه وه. په جومات کښې ټول ۱۶ پولیس کارکوونکي ګمارل شوي وو، چې شپږ د مولانا ساتنه کوله.
د ریسکیو ۱۱۲۲ چارواکو وویل چې د چاودنې راپور ترلاسه کېدو سره سم په مدرسه کښې شپږ ایمبولینس واستول شوې.
د فیسبوک نه پوسټ شوي ویډیوګانو کښې د مدرسې په ودانۍ کښې د خپلو شیانو او غړو شتون ښودل شوی و.
دارالعلوم حقانیه د پاکستان تر ټولو پخوانۍ مدرسې څخه ده، چې د ۱۹۴۷ د ستمبر ۲۳ د مولانا عبدالحق په واسطه تاسیس شوې وه. د هغه له مړینې وروسته د مدرسې مدیریت د هغه د زوی مولانا سمیع الحق ته ورغی، چې تر ۲۰۱۸ پورې یې اداره کوله.
د رویت هلال کمیټې مشر مولانا عبدالخبیر آزاد خبر کدې سره د خبرو پر مهال د چاودنې ته “وحشیانه” جرم وویل او وویل چې د جومات په څیر د یو مقدس ځای په برید کښې هېڅ توجیه نشته.
آزاد د پېښور څخه وویل “ځانمرګي بریدونه حرام دي او په پوره ډول د قرآن او سنت سره مخالف دي. داسې وحشیانه عملونه له هر مذهب او انسانیت څخه بهر دي او د دې تروریستي ډلو د ګناهونو نښی ښیي.”
هغه حق د یو عالم سړي په توګه توصیف کړاو وه یی ویل چې د داسې لویې مدرسې اداره کولو سره سره متواضع و.
بیوګرافي(حیات نامه)
مولانا حامد الحق په ۱۹۶۸ کې زېږېدلی و. هغه د مرحوم مولانا سمیع الحق زوی و، چې د جمعیت علماء اسلام (س) مشر و. حامد الحق د خپل پلار تر وژل کېدو وروسته د پارټی مشر شو.
حامد الحق یو وخت په سیاست کښې فعال و او حتی په ۲۰۰۲ کښې د متحده مجلس عمل په ټکټ د نوښارې څخه د NA-6 څخه په عمومي الیکشن کښې برخه واخیسته. هغه دا سیټ وګټل او نږدې پنځه کاله یې وساته، تر هغه چې په اکتوبر ۲۰۰۷ کښې یی استعفا ورکړه.
د MNA په رسمي لیسټ کښې ویل شوي چې هغه “د احتجاج په توګه” استعفا ورکړې وه، چې د MMA نورو غړو سره یې هم دا کار کړی و.
هغه د خپل پلار د وژل کېدو وروسته د JUI(S) مشر شو او تر خپلې مړینې پورې یې دا دنده وساته. په ۲۰۱۹ کښې هغه له سعودي عربستان څخه بیرته را ولیږل شو، ځکه چې د هغه تره مولانا الحاج اظهار الحق چې د مدرسې نظام سنبهلولو او اچانک په حق و رسیدلو.
حق د دفاع پاکستان کونسل مشر هم و او د پاکستان د ستونزو د حل لپاره د “یونیفارم پلیټ فارم” ملاتړ یې کاوه.