| به‌روزرسانی دربارهٔ |12:00

د خیبر پښتونخوا د جنوبي وزیرستان لوئر د برمل تحصیل په شولام سیمه کې پر شیخه فاطمه بنت مبارک ماډل روغتون د ترهګرو برید د امنیتي ځواکونو د پر وخت اقدام له امله شنډ کړل شو. د حکومتي سرچینو په وینا، ایف سي (فرنټيئر کور) او پولیسو په ګډه عملیات ترسره کړل او برید کوونکي یې په شا وتمبول.

د معلوماتو له مخې، ترهګرو د شپې له تیارو څخه په استفادې سره د روغتون پر لوري د برید هڅه وکړه او د درنو وسلو ډزې یې پیل کړې. عیني شاهدان وايي چې برید کوونکي د عصري خودکار وسلو څخه سمبال وو او د روغتون پر لوري روان وو.

سرچینې دا هم وايي چې د ترهګرو سره د یوې ډرون کمرې شتون هم و، چې ښايي د ریکي لپاره کارول کېده. خو د ایف سي او پولیسو سرتېرو په زړورتیا سره برید شنډ کړ او ترهګر یې تېښتې ته مجبور کړل.

په نښته کې یو پولیس سرتېری لږ ټپي شو، چې سمدستي ورته طبي مرستې برابرې شوې. له پېښې وروسته په سیمه کې امنیتي اقدامات لا پسې سخت شوي دي. که څه هم راپورونه د دوو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبره کوي، خو تر اوسه یې رسمي تصدیق نه دی شوی.

د سیمې غبرګون او ستونزې

د سیمې خلکو پر روغتون برید په کلکو ټکو غندلی او د برید کوونکو پر ضد د سخت اقدام غوښتنه یې کړې ده. د امنیتي اندېښنو له امله په سیمه کې ګڼ ځايي لارې تړل شوي، چې خلکو ته یې د تګ راتګ ستونزې جوړې کړې دي.

یادونه کېږي چې شیخه فاطمه بنت مبارک ماډل روغتون یو ۴۰ بستریز مرکز دی چې په ۲۰۱۵ کال کې د متحده عربي اماراتو په همکاری جوړ شوی و. دا روغتون چې د شولام په سیمه کې د پاک ــ افغان لویې لارې پر غاړه موقعیت لري، اوسمهال د صوبايي حکومت د پبلک ــ پرایویټ مشارکت له لارې چلول کېږي. پر طبي مرکزونو د ترهګرو بریدونه سیمه ییزو خلکو او امنیتي ادارو د انسانیت ضد جرم بللی دی.

نور ولولئ