| به‌روزرسانی دربارهٔ |11:05

له ۲۰۲۳ کال راهيسې، پاکستان د هغو بهرنيو اتباعو د شړلو بهير ګړندی کړی چې اسناد نه لري. د سه‌شنبې په ورځ، له پاکستانه د بلوچستان له سپين بولدک پوله‌ييزې دروازې څخه له درې زره او دوو سوه څخه ډېر افغان کډوال بېرته خپل هېواد ته ستانه شول.

د سپین بولدک د معلوماتو د ادارې وياند، علي محمد حقمل، وویل چې د ستنېدونکو کډوالو تر څنګ پاکستاني چارواکو ۶۰ افغان بندیان هم افغان لوري ته سپارلي دي، چې په پاکستان کې یې بند تېر کړی و.

د حقمل په وینا، دغو بندیانو په پاکستان کې له یوې ورځې تر دوو میاشتو پورې بېلابېل وختونه بندي پاتې شوي وو.

روښانه ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ ځمکنۍ لاره له هغه وروسته د هر ډول تګ‌راتګ او سوداګریز فعالیت لپاره تړل شوې ده چې په اکتوبر میاشت کې د دواړو هېوادونو ترمنځ نښتې رامنځته شوې. خو پاکستان وخت ناوخت پوله پرانیزي، څو د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو لړۍ روانه وساتل شي.

نور ولولئ