| به‌روزرسانی دربارهٔ |17:23

په خیبر پښتونخوا کې د شمالي وزیرستان د میرعلي په تحصیل کې د زاکر خېل په سیمه کې امنیتي ځواکونو د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو بریالی عملیات ترسره کړی دی۔

د ځایي سرچینو د وینا له مخې، ځواکونو د عملیاتو پر مهال یو مشکوک کور محاصره کړ او د احتمالي خطر له امله ښځې او ماشومان یې خوندي ځای ته انتقال کړل۔

سرچینې زیاتوي، چې د عملیاتو په ترڅ کې دوه ترهګرو خپلې وسلې ایښې او ځانونه تسلیم کړل، په داسې حال کې چې یو بل ترهګر د ډزو په نښتې کې ووژل شو۔ د معلوماتو له مخې، امنیتي ځواکونو له سیمې څخه درې نور مشکوک کسان هم نیولي دي۔

د امنیتي سرچینو په وینا، له پېښې ځایه د درنو وسلو یوه زیاته اندازه ترلاسه شوې، چې پکې راکټ لانچر، لاسي بمونه، او ځانمرګي واسکټونه شامل دي۔

سرچینې وايي، د سیمه‌ ییزو خطرونو د بشپړ له منځه وړلو لپاره د پاک‌کارۍ (کلیئرنس) عملیات لا هم روان دي۔

نور ولولئ