| به‌روزرسانی دربارهٔ |12:44

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر (آی ایس پي آر) په وینا، امنیتي ځواکونو د نومبر په لومړۍ نېټه د شپې په بلوچستان کې د قلات په ولسوالۍ کې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ یو بریالی عملیات ترسره کړی دی.

د آی ایس پي آر د خبر له مخې، دا عملیات د منحل شوې ترهګرې ډلې “فتنه الهندستان” د غړو د شتون په اړه د پټو معلوماتو ترلاسه کېدو وروسته ترسره شول. یادې ډلې ته د هند له لوري د ملاتړ تور لګېدلی دی.

په اعلامیه کې ویل شوي چې د عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو د ترهګرو پټنځایونه په مؤثر ډول وځپل، چې په نتیجه کې یې څلور د هند ملاتړ لرونکي ترهګر وژل شوي دي.

د آی ایس پي آر په وینا، له وژل شویو کسانو څخه د وسلو او مهماتو یوه لویه زېرمه هم ترلاسه شوې ده. پوځ وایي، دا ترهګر د هېواد دننه په ګڼو تخریبي او تاوتریخوالي ډکو فعالیتونو کې لاس درلود.

بیان زیاتوي چې د سیمې د بشپړې څېړنې او پاکولو لپاره عملیات روان دي، څو د هر ډول نورو ترهګریزو عناصرو شتون معلوم او له منځه یووړل شي.

د آی ایس پي آر د څرګندونو له مخې، د فدرالي اپېکس کمیټې له خوا د “عزمِ استحکام” تر لیدلوري لاندې، د امنیتي ځواکونو او قانون پلي کوونکو ادارو بې رحمه عملیات به د ترهګرۍ پر ضد په پوره ځواک او تسلسل سره روان وي.

د پوځ په وینا، د دې مہم موخه دا ده چې له بهرني ملاتړ او تمویل څخه تغذیه کېدونکې ترهګري په بشپړ ډول له هېواد څخه ورکه شي.

نور ولولئ