د پاکستان د مالیې وزیر محمد اورنګزیب ویلي چې د هېواد اقتصاد اوس په ښه حالت کې دی. ده دا پرمختګ د اقتصاد ثبات او د نړیوالو اړیکو د مثبتو بادونو نتیجه وبلله.
هغه د کراچۍ په ښار کې د “پاکستان نړیوال سمندري نندارتون او کنفرانس ۲۰۲۵” ته په انلاین وینا کې څرګنده کړه چې د پاکستان د پخوانیو نړیوالو شریکانو سره قوي اړیکې اوس د حکومت پر حکومت له همکارۍ نه د سوداګرۍ او پانګونې پر لور روانې دي.
محمد اورنګزیب د سمندري یا نیلي اقتصاد یادونه د پاکستان د راتلونکي پرمختګ لپاره د بدلون راوستونکې وسیله وبلله. ده وویل چې پاکستان ته د خپلو اقتصادي تګلارو لپاره د نړیوالو مالي ادارو له لوري اعتماد ترلاسه شوی دی، درې نړیوالو درجه بندۍ ادارو د پاکستان د اقتصاد وضعیت ښه بللی او د باثباته راتلونکې هیلې یې څرګندې کړې دي.
د مالیې وزیر زیاته کړه چې د نړيوال وجهي صندوق (ای اېم اېف) له پروګرام سره د پاکستان ګډون او وروستی تړون د نړۍ د باور څرګندونه کوي.
هغه وویل چې د نیلي اقتصاد اوسنی برخه د هېواد د ټول ملي تولید یوازې ۰.۴ تر ۰.۵ سلنه جوړوي، چې شاوخوا یو میلیارد ډالره کېږي. د ده په وینا، د پاکستان اوسنی اقتصادي حجم ۴۱۱ میلیارد ډالره دی، خو د هېواد حقیقي ظرفیت درې ټریلیونه ډالره اټکل شوی.
ده د بحري چارو وزارت هغه هدف وستایه چې تر کال ۲۰۴۷ پورې د نیلي اقتصاد ارزښت ۱۰۰ میلیارد ډالرو ته رسول غواړي، او دا یې “د بدلون راوستونکی او د لاسته راوړنې وړ هدف” وباله.
د مالیې وزیر د دې هدف لپاره درې مهمې برخې یادې کړې:
۱. د کب نیونې او اوبو کرنې وده: اوسني صادرات چې ۵۰۰ میلیونه ډالره دي، باید په راتلونکو درې یا څلورو کلونو کې دوه میلیارده ډالرو ته لوړ شي.
۲. د بندرونو او ترانسپورتي خدمتونو عصري کول او ډیجیټلي کول.
۳. د بیا نوي کېدونکې انرژۍ پراختیا: د چاپېریال ساتنې او دوامدار پرمختګ پروژو لپاره د ځانګړو مالي وسایلو او ګډو پانګوونې لارو کارول.
محمد اورنګزیب ډاډ ورکړ چې حکومت به په خپلو اقتصادي تګلارو کې تسلسل وساتي، او زیاته یې کړه چې د سمندري ژوند د ټکنالوژۍ پرمختګ او سیمهییزه همکاري هم د پرمختګ نوې لارې پرانیزي.
ده ټینګار وکړ چې د نیلي اقتصاد اصول باید د پاکستان د ملي اقتصادي بدلون د اجنډا یوه بنسټیزه برخه وګرځي.



