د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ویلي چې امریکا له پاکستان سره د خپلو ستراتیژیکو اړیکو د پراختیا فرصت ویني او د دې اړیکو وروستۍ پیاوړتیا به د واشنګټن او نوي ډېلي د دوستۍ پر اړیکو هېڅ منفي اغېز و نه کړي.
روبیو دا څرګندونې د یکشنبې په ورځ د یوې خبري ناستې پر مهال وکړې. چې کله ترې وپوښتل شول چې ایا د امریکا او پاکستان ترمنځ “پیاوړې کېدونکې اړیکې” په اړه هندوستان کومې اندېښنې څرګندې کړې دي؟ نو هغه وویل: “هندوستان کومه ځانګړې اندېښنه نه ده ښکاره کړې. هغوی د پاکستان او هندوستان د تاریخي ترینګلتیا له امله اندېښمن دي چې دا طبیعي خبره ده، خو هغوی باید دا درک کړي چې امریکا لپاره له ګڼو هېوادونو سره اړیکې مهمې دي.”
هغه ټینګار وکړ: “موږ له پاکستان سره د خپلې ستراتیژیکې شراکت د پراخولو فرصت وینو او دا زموږ دنده ده چې داسې هېوادونه ومومو چې پر ګډو ګټو کار ورسره وشي.”
روبیو څرګنده کړه: “زه نه فکر کوم چې له پاکستان سره زموږ هغه څه چې روان دي، د هندوستان سره زموږ د ملګرتیا یا اړیکو په بیه وي. د هندوستان سره زموږ اړیکې ژورې، تاریخي او مهمې دي.” هغه د هندوستان ډیپلوماسي ډېره پخه او واقعبینانه وبلله.
له وزیر څخه دا هم وپوښتل شول چې د امریکا او پاکستان په اړیکو کې وروستۍ ښه والي اصلي ټکي څه وو؟ ایا دا د امریکا هغه رول دی چې د هندوستان او پاکستان تر منځ د احتمالي جګړې د مخنیوي لپاره یې لوبولی؟
په ځواب کې روبیو وویل چې پاکستاني چارواکو “ستاینه کړې” او زیاته یې کړه چې تر دې کړکېچ وړاندې یې لا له پاکستان سره د اړیکو د بیا رغونې لپاره د ستراتیژیکې شراکت د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې وې.
هغه زیاته کړه چې امریکا غواړي د ترهګرۍ ضد همکاري، چې اوږده سابقه یې لري، په پراخې شراکت بدله کړي.
په دې وروستیو کې د دواړو هېوادونو په اړیکو کې مهم بدلونونه راغلي دي. پاکستان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ رول منلی چې د هندوستان سره څلور ورځنۍ کړکېچ پای ته رسېدلی.
د پوځ مشر فیلډ مارشل عاصم منیر روان کال دوه ځله امریکا ته تللی او له ولسمشر ټرمپ سره یې لیدلي دي.
پاکستان او امریکا د نایابه معدنیاتو (Rare Earth Minerals) د صادراتو یو لوی تړون د عملي کېدو پر لور بیایي. په دې برخه کې د امریکا شرکت US Strategic Metals (USSM) په پاکستان کې د معدني موادو د پروسس مرکزونو د جوړولو لپاره شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالر پانګونه کولو اراده ښودلې ده.



