په کوهاټ کې د شهادت ستر مقام ترلاسه کوونکي د پولیسو افسر او دوه سرتېرو جنازه د یکشنبې په ورځ د پولیس لاین کوهاټ کې د بشپړو دولتي تشریفاتو او ډېرې خواشینۍ په فضا کې ادا شوه. په شهیدانو کې د ایسپي اسد زیبر، کانسټېبل کفایت او کانسټېبل عاطف نومونه شامل دي.
د جنازې په مراسمو کې د لوړو پوړو ملکي او پوځي چارواکو، سیاسي مشرانو او عامو خلکو په لوی شمېر ګډون کړی و. ګډونوالو کې د خیبر پښتونخوا د پولیسو سرپرست افسر (آی جی) ظفر حمید، چیف سیکرټرۍ شهاب علي شاه، د سي ټي ډي اضافي آی جي کیپټن (ر) جواد قمر، د سپېشل برانچ اضافي آی جي کاشف عالم، د کوهاټ کمېشنر معتصم بالله، د کوهاټ ډي آی جي عباس مجید مروت، د کوهاټ ډي پي او ډاکټر زاهد الله، د هنګو ډي پي او خانزیب، د کوهاټ او هنګو مرستیال کمشنران، د کوهاټ ملیاسمبلۍ غړی شهریار، د هنګو ایماېناې یوسف خان، د پاک پوځ افسران او سرتیري او د شهیدانو خپلوان شامل وو.
د جنازې وروسته، د پولیسو چابکدسته قطار د شهیدانو تابوتونو ته وروستۍ درناوی وړاندې کړ، او لوړپوړو چارواکو د هغوی پر جنازو د ګلونو چادرې کېښودې. چارواکو وویل چې دغه افسر او سرتیري د ملت ریښتیني اتلان دي چې د فرض د ادا کولو په لار کې یې خپلې وینې تویې کړې.
شهید ایسپي اسد زیبر د کوهاټ اوسېدونکی و، او کانسټېبل عاطف او کانسټېبل کفایت د هنګو د ولسوالۍ اړوند وو. د جنازې تر مراسمو وروسته د هغوی جسدونه د بشپړو دولتي تشریفاتو سره خپلو ابایي سیمو ته ولېږدول شول او هلته به خاورو ته سپارل کېږي.



