به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د سې ټې ډي (CTD) سندھ په یوه لوی عملیاتو کې د زینبیون بریګیډ سره تړلي دوه ډېر مطلوب ترهګر نیولي دي.

​نیول شویو ترهګرو کې عمران موټا هم شامل دی. چې پر مشهور مذهبي عالم مولانا اورنګزیب فاروقي په برید کې ککړ و.

​معصوم رضا عرف عمران موټا سندھ پولیس CTD او نورو امنیتي ادارو ته ډېر مطلوب و او نوم یې د CTD په ‘سره لېسټ’ (Red Book) کې هم شامل و.

​د خبر له مخې، د پلټنو پر مهال مهم معلومات په ډاګه شوي چې عمران موټا د NED پوهنتون مخې ته قاري انس په خپله په ډزو وژلی و. د دی نه علاوه هغه په شیرپاؤ کالونۍ کې د قاري عبدالرحمٰن په وژنه کې هم لاس لرلو.

​سیو وې ډی دا هم وویل چې په ۲۰۱۲ کال کې په ګلشن اقبال، موتي محل ته نږدې د مولانا اورنګزیب فاروقي پر موټر یو لوی ترهګریز برید شوی و. برید کوونکو د سړک له دواړو خواوو څخه په کلاشنکوفونو او ټرپل ټو (Triple Two) ټوپکونو ړندې ډزې کړې وې. چې موټر ته یې له ۲۰ زیاتې ګولۍ لګېدلې وې.

​د دې برید په پایله کې، د څلورو پولیسو په ګډون اووه کسان شهیدان شوي وو. په داسې حال کې چې مولانا اورنګزیب فاروقي او یو پولیس افسر په ګډون پنځه کسان سخت ټپیان شوي وو. له دې پېښې وروسته په ټول ښار کې پراخې بلواوې رامنځته شوې وې چې په ورپسې تاوتریخوالي کې ۱۴ نور کسان ووژل شول.

​سې ټې ډي وایي چې په ښار کې نور داسې کسان هم شته چې د ورته عملیاتو پلان لري. د دوی ملاتړي هم په نښه شوي دي او پر ضد به یې د ترهګرۍ د مالي ملاتړ (Terror Financing) کیسونه هم درج شي.

نور ولولئ