په اسلام آباد کې د ملي جرمونو ادارې (NCCIA) پر شاندانه ګلزار خان د سایبر جرمونو قانون څخه د سرغړونې په تور رسمي مقدمه (کیس) ثبت کړی. چې د قومي اسمبلۍ غړې ده.
پر نوموړې سخت تور دی چې پر ټولنیزو رسنیو یې د دولت مخالف او نفرت پاروونکي مواد خپاره کړي دي.
د پولیسو سرچینو په حواله، پر شاندانه ګلزار خان د ۲۹۶/۲۰۲۵ نمبر مقدمه درج شوې ده. پلټنو ښودلې چې نوموړې په پرله پسې ډول د “ایکس” (پخواني ټویټر) په نامه ټولنیزې رسنۍ له لارې جعلي او ګمراه کوونکي مواد خپرول.
په خپرو شویو موادو کې د دولتي ادارو خلاف نفرت پاروونکي او احساساتي څرګندونې شاملې وې.
تور پورې شوی چې د دغو ټویټونو او ویډیوګانو له لارې په قصدي توګه توکمیز او ژبنیز نفرت ته لمن وهل شوې ده.
په مقدمه کې یو بل ډېر حساس تور هم شامل دی. چې وایي شاندانه ګلزار خان د پاکستان د وزیراعظم په اړه یوه جعلي انځور او غلط معلومات خپاره کړي وو. په دې دروغجن خبر کې تور پورې شوی و چې وزیراعظم محمد شهباز شریف د اسرائیل له لومړي وزیر سره کتلي دي.
پلټونکې ادارې وایي چې د دغه ډول دروغو او ګمراه کوونکو موادو خپرولو هڅه شوې ترڅو په خلکو کې وېره، بې آرامي او د دولتي ادارو پر وړاندې بې باوري رامنځته شي. چې دا د هېواد د سولې او نظم لپاره خطر دی.
څېړنو ثابته کړې چې تورنې په قصدي ډول د “جعلي خبرونو” له لارې د دولت خلاف خبرو ته پرمختګ ورکړی. پر همدې اساس، پر نوموړې د (PECA) ۲۰۱۶ قانون د ۱۱، ۲۰ او ۲۶-A برخو لاندې مقدمه ثبت شوې ده.
این سي سي آیی ای وایي چې د دغه دولت خلاف کیمپین تر شا د نورو عناصرو او مرسته کوونکو د موندلو لپاره لا نورې پلټنې کوي او په نږدې راتلونکي کې په دې اړه د لا پرمختګ تمه کېږي.



