به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

​د بلوچستان صوبې په مستونګ ضلعې، دشت تحصیل کې نامعلومو وسله والو کسانو د یوې یو جوړیدونکي ودانۍ نهه مزدوران اغوا کړي دي.

​ځايي سرچینې وايي چې تښتول شوي مزدوران د پنجاب او سند صوبو له بیلا بیلو سیمو سره تړاو لري او د ساختماني کارونو لپاره دلته موجود وو. د دې پیښې وروسته په سیمه کې سخت وېر خپور شوی دی.

​د پیښې په خبرېدو سره، د قانون پلي کوونکو ادارو فوري اقدام وکړو او د تښتوونکو او مزدورانو د موندلو لپاره یې په سیمه کې پراخ پلټونکي عملیات پیل کړي دي.

​د ضلعې ادارې ډاډ ورکړی چې د تښتول شوو مزدورانو په خوندي توګه د خلاصون لپاره ټولې وسائل کارول کیږي. خو، تر خبر لیکلو پورې کومې ډلې یا تنظیم د دې تښتونې (اغوا) مسؤلیت نه دی منلی.

نور ولولئ