د بلوچستان صوبې دالبندین په سیمه کې، امنیتي ځواکونو د “فتنه الهند” نومې ترهګرې ډلې د یوې غیر قانوني ډلګۍ خلاف یوه بریالۍ کارروايي کړې ده.
د امنیتي سرچینو په وینا په دې وخت پر وخت او اغیزمنې کارروايۍ کې ۶ ترهګر وژل شوي دي.
پوره معلومات دا دي چې ترهګرو په یوه غرنۍ غار کې پټنځای جوړ کړی و او په هغوی باندې د هوا له لارې مسلسل نظر ساتل کېده. امنیتي ځواکونو د مناسب وخت انتظار وکړو او بیا یې په ډېر اغېزمن ډول د هغوی هدف په نښه کړو.
امنیتي سرچینو دا بریالی عملیات د امنیتي ځواکونو او استخباراتي ادارو ترمنځ د ښه همغږۍ او اغېزمنو اړیکو نتیجه بللې ده.
سرچینو دا هم ویلي چې په بلوچستان کې به تر هغه وخته د امنیتي ځواکونو لخوا حفاظتي تدابیر او عملیات روان وي. تر څو ترهګري په مکمله توګه له منځه یووړل شي. د امنیتي سرچینو په خبره، دا بریالۍ کارروايي په صوبه کې د امن د بیا راوستلو په کوښښونو کې یو مهم ګام دی.