د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نهی (سې شنبې) په ورځ په سپینه ماڼۍ کې د ‘دیوالي’ (د هندووانو اختر) د لمانځلو په مراسمو کې یو لوی انکشاف وکړو. هغه وویل چې ده د هند له وزیراعظم نرېندر مودي سره په ټیلیفون خبرې کړې او یو موضوع پکې دا وه چې “له پاکستان سره دې جګړه نه کیږي.”
ولسمشر ټرمپ وویل، له مودي سره یې ډېره ښه خبرې شوې چې اکثره یې پر تجارت وې، خو زیاته یې کړه: “مونږ لږ وخت مخکې پر دې هم خبرې وکړې چې له پاکستان سره دې هیڅ جګړه نه وي.” ده ادعا وکړه چې ځکه چې تجارت پکې شامل و، نو دوی وتوانېدل چې پر دې موضوع وغږیږي او نتیجه یې دا شوه چې “له پاکستان او هند سره مو جګړه نشته، او دا یو ډېر، ډېر ښه کار دی.” هغه مودي یو ستر شخصیت او یو لوی دوست هم وباله.
ټرمپ یو ځل بیا د سږ کال مې میاشتې د پاکستان او هند ترمنځ د کړکېچ د ختمولو کریډیټ پر ځان واخیست او ادعا یې وکړه چې د تجارتي ګواښونو له لارې یې اوربند وکړ. له دې مخکې د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف د ټرمپ د “رهبرۍ او فعال رول” ستاینه کړې وه، خو هند بیا د ټرمپ دا دعوه چې هغه د اوربند مسؤل دی، رد کړې وه.
د یادونې وړ ده چې د سږ کال په مې میاشت کې په نیول شوي کشمیر کې د برید وروسته د دواړو ایټمي قوتونو ترمنځ تاوتریخوالی زیات شو. چې وروسته هند “آپریشن سیندور” او پاکستان په ځواب کې “بنیان مرصوص” عملیات پیل کړل. په دې څلور ورځني کړکېچ کې لسګونه کسان ووژل شول او له دواړو خواو څخه جنګي الوتکې او میزایل وکارول شول.
ولسمشر ټرمپ دا هم وویل چې وزیراعظم مودي د روس او اوکراین د جګړې پای ته رسولو ته لېوال دی او له روسیې څخه یې د تېلو پیرود ډېر کم کړی دی.
بل پلو، وزیراعظم مودي پر ټولنیزه رسنۍ ‘اېکس’ د ټرمپ د ټیلیفوني زنګ او دیوالي د مبارکۍ څخه مننه وکړه او ویې ویل چې “د رڼا په دې جشن کې به زمونږ دواړه سترې ډیموکراسۍ په هیله نړۍ روښانه کوي او د ترهګرۍ پر وړاندې به په ګډه ولاړې وي