به‌روزرسانی دربارهٔ11 hours ago

پنجاب حکومت تحریکِ لبیک پاکستان (TLP) ته دهمکی ورکړی چې هر هغه څوک چې دغه ډلې ته “مالي یا سیاسي ملاتړ” ورکوي. د ترهګرۍ په تورونو به تورن شي. صوبایي کابینې پر دې تنظیم د بندیز لګولو پرېکړې لپاره خپله لنډه لیکنه مرکزي حکومت ته لېږلې او تمه ده چې ډېره ژر به پرېکړه وشي.

​پنجاب د اطلاعاتو او کلتور وزیرې، عظمیٰ بخاري، په یوې خبري غونډې کې وویل چې ۳,۸۰۰ هغه کسان پېژندل شوي چې ټي اېل پي ته یې پیسې ورکولې. د دوی د پيسو سرچينې بندې شوې او د ترهګرۍ ضد قوانینو لاندې به ورسره قانوني چلند وشي. هغې هیله وښوده چې بندیز به په څو ورځو کې عملي شي.

​عظمیٰ بخاري دا ادعا هم وکړه چې د ټي اېل پي مشر سعد رضوي له کوره یې ۱.۹۲ کیلو ګرامه سره زر، ۸۹۸ ګرامه سپین زر، ۶۸ نایاب ساعتونه او نور قیمتي شیان نیولي دي. هغې دا هم وویل چې سعد رضوي ‘بې نامه’ ملکیتونه اخیستي دي. هغې دا تایید کړه چې د سعد رضوي او د هغه د ورور انس رضوي د نیولو لپاره عملیات روان دي او د دوی ۹۵ بانکي حسابونه کنګل شوي دي.

​عظمیٰ بخاري زیاته کړه چې د ټي اېل پي اړوند ۱۳۰ جوماتونه او ۲۲۳ مدرسې د اوقافو څانګې (Oqaf department) لاندې راوستل شوي دي. هغې والدینو ته خبرداری ورکړه چې خپل ماشومان دې د ټي اېل پي له فعالیتونو څخه لرې وساتي، که نه نو پر دوی به هم د ترهګرۍ تورونه ولګول شي.

​​له بلې خوا، د کورنیو چارو وزیر مملکت، طلال چوهدري هم د ټي اېل پي پر بندیز لګولو لپاره د پنجاب حکومت لخوا لېږل شوي رسمي لیک (Reference) تایید کړو او ویې ویل چې مناسبه پلټنه روانه ده. هغه د ټي اېل پي وروستیو مظاهرو پر اهدافو پوښتنې راپورته کړې او تور یې ولګاوه چې دا ډله پخپله سُود (ربا) غندي، خو په خپلو بانکي حسابونو کې پر مرستو سود اخلي.

​د دفاع مرکزي وزیر خواجه آصف په یوه مرکه کې د هېواد دننه پر افراطیت د کنټرول لپاره د پاکستان پر دې اړتیا ټینګار وکړو چې د “سخت ریاست” په توګه کار وکړي او تاوتریخوالي ته لمن وهونکي ډلې یې “نامنظوره” وبللې.

​طلال چوهدري د جمیعت علمائے اسلام (ف) مشر مولانا فضل الرحمان د اسلام اباد مارچ د پلان په اړه وویل چې حکومت به هڅې جاري وساتي چې مولانا خپل لوري ته راولي او یوازې یې پرېنږدي. خو مولانا فضل الرحمان له وروستیو ټاکنو راهیسې پر حکومت سختې نیوکې کوي.

نور ولولئ