امریکایي ولسمشر ډونلډ ټرمپ یو ځل بیا ادعا کړې چې د هند وزیراعظم نریندرا مودي ورسره وعده کړې چې له روسیې څخه د تیلو پېرود به ودروي. ټرمپ خبرداری ورکړی چې که چیرې هند د روسیې د تیلو پېرل جاري وساتي. نو درانه سوداګریز ټیرفونه به پرې ولګول شي.
ولسمشر ټرمپ د ایر فورس ون (Air Force One) په نوم الوتکه کې له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، “ما له وزیر اعظم مودي سره خبرې کړې او هغه ویلي چې دوی به ‘د روسیې د تیلو کار’ نه کوي.” کله چې له هغه څخه د هند د بهرنیو چارو وزارت د بې خبرۍ په اړه پوښتنه وشوه. چې ګواکې د داسې خبرو په اړه معلومات نه لري. نو ټرمپ ځواب ورکړو: “که دوی داسې وایي، نو دوی ته به پرله پسې درانه ټیرفونه پرې کول وي او دوی دا نه غواړي.”
امریکا وایي، د روسیې د تیلو څخه ترلاسه شوې پیسې په اوکراین کې د روسیې د جګړې لپاره مالي سرچینې برابروي. امریکا د هند پر شیانو لګول شوي ۵۰ سلنه ټیرف نیمایي برخه د روسیې د تیلو پېرلو په غبرګون کې لګولې ده. پر اوکراین له برید وروسته، کله چې لوېدیځو هېوادونو له روسیې څخه د تیلو پېرود بند کړل. نو هند په رعایتي نرخونو سمندري لارې د روسیې د تیلو تر ټولو لوی پېرودونکی شو.
بل پلو، د هند د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دوی د هغې ورځې د مودي او ټرمپ ترمنځ د کومې ټلیفوني اړیکې څخه خبر نه دي او د دوی اصلي اندېښنه “د هندي مصرف کونکو د ګټو ساتنه” ده.
خو، د رسنیو د راپورونو له مخې، د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ادعا کړې چې هند د روسیې د تیلو پېرود نیمايي کم کړی دی. مګر هندي سرچینې وایي چې د تېلو تصفیه خونو (آیل ریفائنریز) لا دمخه د نومبر میاشتې فرمایشونه ورکړي دي. نو هر ډول کمښت به د دسمبر یا جنورۍ په وارداتي شمېرو کې ښکاره شي. د کیپلر (Kpler) په نوم د کموډیټي ډېټا شرکت د اټکلونو له مخې، په روانه میاشت کې د اوکرایني ډرون بریدونو وروسته د روسیې د صادراتو زیاتوالي له امله د هند روسیې د تیلو واردات نږدې ۲۰ سلنه زیات شوي او ممکن هره ورځ ۱.۹ میلیونه بیرلو ته ورسیږي.