د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلع کې، د کوټ للو سیمې ته نږدې پر یوه امنیتي چیک پوسټ وسله والو ترهګرو برید کړی. دا چیک پوسټ د سوي ناردرن ګېس پائپ لائنز لمیټډ (SNGPL) شرکت د بېس کېمپ او پروټېکشن لپاره د ایف سي (FC PNI) امنیتي ځواکونو لخوا ساتل کېده. دولتي سرچینو د دې غمجنې پېښې پخلی کړی دی.
د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ د ډزو په دې تبادله کې، څلور زړور ځوانان شهیدان شوي دي. یو جونیئر کمیشنډ افسر هم پکې شامل دی. په برید کې ۱۱ نور امنیتي سرتیري هم ټپیان شوي دي. ټپیان سمدستي ډېره اسماعیل خان سي اېم اېچ (CMH) روغتون ته لېږدول شوي. چیرې چې دوی ته طبي مرسته ورکول کېږي.
د پېښې له خبرېدو سره سم، امنیتي ځواکونو نور اضافي پرسونل سیمې ته ورغلی او ټوله ساحه یې کلابنده کړې ده. د بریدګرو د موندلو لپاره یو پراخ تلاشي عملیات پیل شوي دي. خو، ویل کېږي چې برید کوونکي د ډزو وروسته له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.
د چارواکو په وینا، د شهید شویو ځوانانو مړي به په دولتي اعزاز سره د هغوی خپلو پلرنیو سیمو ته ولېږل شي.