د پاکستان د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل سید عاصم منیر په کاکول کې د پاکستان پوځي اکیډمۍ (PMA) د فارغینو په مراسمو کې د هندي پوځي مشرتابه ته په کلکه خبرداری ورکړی او ویلي یې دي چې “په ایټمي ماحول کې د جګړې لپاره هېڅ ځای نشته.” هغه په نوي ډیلي ټینګار وکړو چې اصلي مسلې دې د نړیوالو اصولو سره سم حل کړي.
فیلډ مارشل سید عاصم منیر په ډاګه کړه چې مونږ به ستاسو د خبرو او بیانونو څخه هېڅکله ونه وېرېږو او یوې وړې اشتعال ګرۍ ته به هم له څه ځنډه بغیر پرېکنده ځواب ووایو.
هغه وویل چې د پاکستان د جوړېدو راهیسې، وسله والو ځواکونو د ټول ملت په پوره ملاتړ، د هېواد د بهرنیو او کورنیو پولو څخه په کلکه اراده، باور او ویاړ سره دفاع کړې ده.
پوځي مشر زیاته کړه چې د وسله والو ځواکونو د دې جذبې او ارادې تر ټولو وروستۍ ننداره د “معرکه حق” او “اپریشن بنیان مرصوص” کې لیدل شوې. چې ټول خطر یې په د پام وړ مسلکي مهارت سره ناکام کړل او د پاک پوځ پر وړتیاوو یې د ولس باور نور هم ټینګ کړو.
فیلډ مارشل منیر په دې ټینګار وکړو چې “پاکستان د رافیل په څېر د عصري الوتکو په ویشتلو، د ایس-۴۰۰ په ګډون د څو اډو په نښه کولو او د څو اړخیزه جنګي وړتیاو په ښودلو سره د خپل دفاع وړتیا او اراده څرګنده کړې ده.”
هغه وویل چې “خلک د رنګ، نسل، عمر، جنسیت، ملیت او عقیدې څخه پرته د فولادو د دېوال په څېر په کلکه ولاړ وو. چې له وطن سره یې د مینې او ملي جوش یو نوی روح رامینځته کړو. چې په ټول پاکستان کې لیدل کیږي.”
فیلډ مارشل وویل چې “زمونږ ګډې بریاوې یو ځل بیا زمونږ د پخوانیو ویاړلو او ښایسته بریاوو یادونه را تازه او ټینګه کړه. پاکستان یو ځل بیا د یوه غدار دښمن په وړاندې بریالی شو. چې د ستراتیژیکې ړوندوالي او بې وقوفۍ ترڅنګ، له خپلې ګمراه کوونکې تسلط پالنې له ویاړ او بیانیو ډک وو.”
هغه زیاته کړه چې “د هند د تور لګولو لېوالتیا، له بې پرې تحقیقاتو څخه تېښته او په خپله جوړو شویو شواهدو باندې شرط لګول، د واکمن حکومت د شخصي ګټو لپاره د ترهګرۍ په سیاست دلالت کوي.”
پوځي مشر د خپلې وینا په پیل کې، فارغ شوي ځوان او پیغلو کیډټانو ته د “مسلکي مهارت او نظم او ضبط د ښایسته نندارې” په خاطر مبارکي وویله او قدرداني یې وکړه.
هغه د ملایشیا، نیپال، فلسطین، قطر، سریلنکا، بنګله دېش، یمن، مالي، مالدیف او نایجیریا په څېر د دوستو هېوادونو کیډټان هم په دې نامتو اداره کې د خپل فارمېټیو روزنې په بریالي مکملولو وستایل.
فیلډ مارشل عاصم منیر وویل، “دا ستاسو او زمونږ ټولو لپاره د ویاړ یوه شېبه ده. چې د پوځي همکارۍ او نړیوالې ورورولۍ پیاوړې اړیکې منعکس کوي.”
هغه په دې رڼا واچوله چې د پی ایم اي رول د پوځي مهارت د ستنې په توګه تل د ستاینې وړ پاتې شوی، او هغه معیار چې نن وښودل شو، د همدې انځور دی.