به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

د پاکستان وزیراعظم، ښاغلي شهباز شریف له شرم الشیخ، مصر څخه له راستنېدو سره سم مهمې خبرې کړي دي چېرې یې چې د غزې په اړه په سرمشریزه کې ګډون کړی وو. هغه دا غونډه په ممکنه توګه “تاریخي” بللې ده.

​وزیر اعظم په دې خبره رڼا واچوله چې پاکستان ولې په دې سولې بهیر کې ژور ښکیل و. هغه پر خپله ‘اېکس’ (پخوانۍ ټویټر) پاڼه وویل چې د پاکستان تر ټولو مهمه ترجیح په غزه کې د مسلط شوې نسل وژنې د کیمپین سمدستي پای ته رسول وو.

​ښاغلي شریف زیاته کړه چی د نورو ورونو هېوادونو سره یو ځای، دا لومړیتوب په پرله پسې ډول بیان او پیاوړی شو. زمونږه مننه د ولسمشر ټرمپ پر دې ژمنې ولاړه ده چې هغه به دا ودروي، او هغه خپله ژمنه پوره کړه. مونږ به د سولې لپاره د ولسمشر ټرمپ د دې خاص همکارۍ ستاینه کوو.

​هغه دا هم وویل چې د فلسطیني ولس ازادي، وقار او سوکالي د پاکستان لپاره لومړنۍ اندېښنه ده. ښاغلي شریف په خپل پیغام کې وویل: “ان شاء الله، د ۱۹۶۷ کال څخه مخکې سرحدونو او القدس الشریف (بیت المقدس) ته د دارالخلافه په توګه یو پیاوړی او عملي فلسطیني دولت جوړول د پاکستان د منځني ختیځ پالیسۍ بنیاد دی او پاتې به شي.”

​په هم دی حال کي د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ هم پر خپل “سوشل ټروُت” (Social Truth) باندې خپل نظر څرګند کړو:

​ټرمپ ویلي: “یو ډېر خوندي او ښکلي واشنګټن، ډي سي ته راستنېږم. نن په اسراییل او مصر کې ډېر څه ترلاسه شوي. ډېر کار، مګر زه یې په بل ډول نه غواړم. دا یوه داسې تجربه وه چې بې سارې وه! اوس باید ټول هغه لوی هېوادونه چې د سیمې لپاره یې دومره اوږده او سخته جګړه کړې، یو ځای شي او کار شروع کړي! غزه یې یوازې یوه برخه ده. لویه برخه یې په منځني ختیځ کې سوله ده.”

​د وزیراعظم شهباز شریف له څرګندونو او د ولسمشر ټرمپ له پیغام څخه دا ښکاره کېږي چې په غزه کې اوربند سیمه ایزې سولې لپاره د یو لوی او بدلون راوړونکي ګام په توګه کتل کېږي، چې پکې پاکستان یو فعال او پرېکړه کوونکی رول لوبولی دی.

نور ولولئ