د خیبر پښتونخوا د اورکزۍ قبیلې مشرانو او مخورو مشرانو د هېواد پر وړاندې د ترهګرۍ د خطرونو په مقابل کې د یووالي او کلک عزم څرګندونه کړې ده. قبیلې مشرانو په ډاګه اعلان وکړو چې دوی د افغان ترهګرو خلاف له پاک پوځ سره په پوره ډول اوږه په اوږه ولاړ دي او د ملک سلامتۍ ته به هېڅ زیان ونه رسوي.
مشرانو په خپلو خبرو کې په کلکه ژمنه وکړه او ویې ویل چې هغه سترګه چې د پاکستان خلاف راپورته شي، هغه به وروباسو او د دښمن ټولې ارادې به په خاورو بدلې کړي.
د قبیلې مشرانو اعلان وکړو چې د وطن دفاع پر دوی فرض ده او د ساتنې لپاره یې هر ډول قربانۍ ته تیار دي. دوی زیاته کړه چې دوی ترهګرو ته مخکې هم لاره ښودلی وه او اوس به یې هم ورته ښایي. او دوی ته به بیا د سر راپورته کولو موقع ورنکړل شي.
د قبیلې مشرانو په دې خبره ټینګار وکړو چې له پاک پوځ سره یې اړیکه تل اوږه په اوږه وه او انشاالله چې په راتلونکې کې به هم داسې وي.
دوی وویل چې دوی به له پاک پوځ سره په هر محاذ کې ملګري وي. قبیلې ولس او مشرانو د افغان ترهګرۍ خلاف په یووالي سره د ملي یووالي په مکمله توګه څرګندونه کړې ده.
د دې اعلانونو وروسته قبیلې مشرانو ادعا وکړه چې د خیبر پښتونخوا په قبایلي سیمو کې د خلکو ملاتړ مخ په زیاتیدو دی، او ولس د هېواد د دفاع لپاره له پاک پوځ سره پوره یووالی ښيي. د قبیلې مشرانو پیغام ورکړو چې دوی د وطن پر پولو ولاړ دي او د هېواد ساتنې ته ژمن دي.