ښاغلي وزیراعظم محمد شهباز شریف د پاکستان-افغانستان پر سرحدي سیمو کې وروستۍ اشتعال انگیزۍ پېښې په کلکه وغندلې او واضح یې کړه چې د افغانستان لخوا د تیری (حملې) پر هر عمل به پوره او اغېزمن ځواب ورکول کیږي.
لومړي وزیر د پاکستان پر وسله والو ځواکونو د دوی د قوي او اغېزمن ځواب له امله ستاینه وکړه او د هېواد د پولو په مسلکي وړتیا او ارادې سره د ساتنې پر سر یې پاکستاني پوځ ته سلام (درناوی) وړاندې کړه.
وزیر اعظم وویل چې مونږ د خپلو وسله والو ځواکونو پر مسلکي وړتیا ډېر ویاړ کوو. هغه زیاته کړه چې د فیلډ مارشل سید عاصم منیر تر زړورې مشرۍ لاندې، پاکستاني پوځ نه یوازې د افغان تیری (حملې) منه ماتوونکی ځواب ورکړو بلکې د هغوی څو پوستې یې هم ویجاړې کړې. چې له امله یې هغوی شاتګ ته مجبور شول.
ښاغلي وزیراعظم په دې ټینګار وکړو چې د پاکستان پر دفاع به هېڅ ډول جوړجاړی نه کیږي. د تیری پر هر عمل به پوره او اغېزمن ځواب ورکول کیږي. هغه یو ځل بیا تایید کړه چې د پاکستان دفاع په باوري لاسونو کې ده او ولس پوهیږي چې د خپلې سیمې یو انچ هم څنګه وساتي.
هغه وویل، د پاکستان وسله والو ځواکونو تل د بهرني تیری هرې بڼې ته پرېکنده او منه ماتوونکی ځواب ورکړی دی او ټوله ملت د خپلو امنیتي ځواکونو ترڅنګ متحد ولاړ دی.
وزیر اعظم د پولې هاخوا ترهګرۍ په اړه رڼا واچوله او ویې ویل چې پاکستان له افغانستان سره په وار وار د ترهګرو عناصرو لکه ‘فتنه الخوارج’ او ‘فتنه الہند’ د شتون په اړه معلومات شریک کړي. چې دا ډلې د پاکستان خلاف د حملو لپاره افغان خاوره استعمالوي.
لومړي وزیر دا خبره په پام کې ونیوله چې “دغو ترهګرو سازمانونو ته د افغانستان په دننه کې د ځینو عناصرو ملاتړ ترلاسه دی.”
له افغان حکومت څخه غوښتنه
هغه په پای کې وویل چې پاکستان له افغانستان له سرپرست حکومت څخه تمه لري چې دوی به دا یقیني کړي چې د دوی خاوره د ترهګرو ډلو لخوا د پاکستان پر ضد د حملو لپاره ونه کارول شي.