به‌روزرسانی دربارهٔ6 hours ago

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستان د خیبر پختونخوا په بېلابېلو سیمو کې د ترهګرۍ پېښې زیاتې شوي دي. چې پکې د امنیتي ځواکونو غړي او عام وګړي شهیدان او ټپیان شوي دي. تر ټولو سختې نښتې په باجوړ او ډیره اسماعیل خان (ډی آی خان) کې شوې دي. خو د پولیسو او امنیتي ځواکونو په قوي ځوابي عملیاتو کې د ډېرو ترهګرو د وژل کېدو خبر ورکړل شوی دی. د دغو ټولو پېښو تفصیل د خبرکدې په دې خصوصي راپور کې ورکړي شوي دي.

په باجوړ کې برید

د باجوړ د سیمه ییزو چارواکو په وینا د جمعې په ورځ د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ نښته وشوه. په دې نښته کې درې عام وګړي او دوه امنیتي سرتېري شهیدان شول. د امنیتي ځواکونو په وینا په ځوابي ډزو کې څو ترهګر هم وژل شوي دي.

په ډی آی خان کې د پولیس ټرېننګ سنټر برید

د پولیسو د معلوماتو له مخې د جمعې په شپه ناوخته ترهګرو د ډیره اسماعیل خان په پولیس ټرېننګ سنټر برید وکړو. په ځوابي عملیاتو کې شپږ ترهګر ووژل شول.

د ډی آی خان د پولیسو مشر صاحبزاده سجاد وویل چې څلور ترهګر د سنټر دننه پولیسو ووژل او دوه نورو خپل ځان د بمونو په چاودنه کې والوژلو.

په دې برید کې شپږ پولیس او یو ملکي کارکوونکی شهیدان شوي او شاوخوا ۱۱ سرتېري ټپیان شوي دي.

په ټانک او بنو کې د تښتونې پېښې

پولیس وایي، د خیبر پختونخوا په جنوبي ضلع ټانک کې پنځه کسان تښتول شوي دي. چې پکې د امنیتي ځواکونو درې سرتېري هم شامل دي.

د پولیسو په وینا د ایف سي درې سرتېري د رخصتۍ پر مهال خپلو کورونو ته روان وو. چې نامعلومو وسله‌والو وتښتول.

په همدې سیمه کې ترهګرو دوه د ټرک ډریوران هم تښتولي دي.

په اپر اورکزو کې برید

د اپر اورکزو پولیس وایي، د توده میله قوم اخیل په سیمه کې ترهګرو د فرنټیر کور یو سرتېری د سنایپر ټوپک په ډزو شهید کړی دی. د شهید سرتېري نوم لانس نائیک رضا محمد و. له پېښې وروسته پولیسو په سیمه کې د ترهګرو پر ضد د لټون عملیات پیل کړي دي.

په کوهاټ کې د دولتي مامورینو وژنه

پولیس وایي، د خالي (شنبې) په سهار د کوهاټ په لویه لاره د پېښور ټول پلازه ته نږدې وسله‌والو د فېډرل بورډ آف ریونیو دوه مامورین په ډزو وژلي او تر برید وروسته تښتېدلي دي.

په انگور اډه کې د سرحد هاخوا برید

چارواکي وایي تېره شپه د جنوبي وزیرستان په انگور اډه سیمه کې د افغانستان له خاورې د پاکستاني امنیتي ځواکونو پر پوستو برید شوی دی. چارواکو دا هم تایید کړې چې برید د افغانستان له لوري ترسره شوی. خو پاکستاني ځواکونو ته څه جاني زیان نه دی رسیدلی.

نور ولولئ