د خیبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ضلعي کې د پولیسو د روزنې په سکول د وسله والو برید د شپږو ساعتونو اوږد عملیاتو وروسته پای ته ورسېدو. په دې پېښه کې شپږ بریدګر ووژل شول او اووه پولیس افسران شهیدان شول.
دا برید د ډېره اسماعیل خان په رتّه کلاچي سیمه کې شوی. چېرې چې درنو وسلو لرونکو بریدګرو شاوخوا ۹ بجې پر پولیسو تربیتی مرکز د برید هڅه وکړه. د سیمې سرچینو په وینا بریدګرو یو له چاودیدونکو توکو ډک ټرک د سکول پر اصلي دروازه وواهه. چې له امله یې د دیوال یوه برخه ونړېده او پر دنده ولاړ یو پولیس افسر شهید شو.
د چاودنې وروسته د مختلفو یونیفورمونو په اغوستلو سره بریدګر انګړ ته ننوتل او ړوندې ډزې یې پیل کړې. پولیسو او امنیتي ځواکونو شپږ ساعته اوږد ګډ عملیات وکړل او ټول شپږ بریدګر یې له منځه یوړل.
چارواکو له پېښې ځايه ځانمرګي واسکټونه، چاودېدونکي توکي او مرمۍ ترلاسه کړې دي.
په برید کې ۱۳ نور کسان ټپیان شوي چې روغتون ته لېږدول شوي دي. په تربیتی سکول کې شاوخوا ۲۰۰ روزنکو او کارکوونکو بې له زیانه وژغورل شول. چې شمیر یې نږدې ۲۰٠ و. چې له امله یې یو احتمالي لوی ناورین مخه ونیول شوه.
د ډي پي او صاحبزاده سجاد احمد ویلي چې سیمه پاکه شوې او د پلټنې او پاکولو نور عملیات روان دي.
د اسلام اباد یوې خبري سرچینې، دی خراسان ډایري، ویلي چې د “اتحاد المجاهدین پاکستان” په نوم ډلې پورې تړلو اکاونټونو د برید مسوولیت منلی دی.
باید یادونه وشي چې د زیارت (پنجشنبې) په ورځ هم د انټر سروسز پبلک ریلیشنز (آی ایس پي آر) په وینا د ډېره اسماعیل خان په درابن سیمه کې د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیاتو (IBO) کې د پاک پوځ یو افسر شهید شوی و. خو په دغو عملیاتو کې اووه ترهګر وژل شوي و. په دې عملیاتو کې میجر سبطین حیدر د ملک په خاطر خپله قرباني ورکړه. هغه د خپلو سرتیرو مشري کوله.
د انټر سرویسز پبلک ریلیشنز (ISPR) مشر ډایریکټر جنرل احمد شریف چوهدری ویلي دي چې د پاکستان وسله وال ځواکونه بیا ژمن دي چې ترهګري له بيخه وباسي او هغه “سیاسي-جرمي نیټ ورک” ماته کړي چې د خیبر پښتونخوا (KPK) په صوبه کې یې د عسکریت پېښو په زیاتېدو کې لاس لرلو.
جنرل چوهدری دا خبرې د جمعې په ورځ د پېښور کور هیډکوارټر کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې وکړې. هغه وویل چې په ۲۰۱۴ کال کې د اې پي ایس (APS) د غمجنې پېښې وروسته، ټولو سیاسي مشرانو د ملي عمل پلان (National Action Plan) له لارې یو متفق نظر لاره غوره کړې وه. خو “وروستنۍ حکومتونه د دې پلانونو په پرله پسې ډول عملي کولو کې پاتې راغلل.”
هغه زیاته کړه چې اوسني حکومت که څه هم دا نظرثاني شوی پلان په “عزم استحکام” نوم بدل کړی. خو “د دې د ۱۴ مادو عملي کول اوس هم نیمګړي پاتې دي.”
د آی اېس پي آر مشر په “ټولو شکلونو او څرګندونو کې د ترهګرۍ” د بيخ ايستلو د وسله والو ځواکونو پر ژمنتیا ټینګار وکړو. هغه د هغو امنیتي پرسونل او ملکي وګړو ته هم درناوی وړاندې کړه چې په خپله دنده کې یې قرباني ورکړې ده.
ورپسې، جنرال چوهدری وویل چې ترهګرو او د هغوی مرسته کوونکو ته په خیبر پښتونخوا کې د “پخپل فکر او پلان” له مخې ځای ورکړل شوی و. هغه دا هم وویل چې هلته په قصدي ډول حکومتي چارې (گورننس) او د خلکو فلاح (عامه فلاح و بہبود) زیانمنې کړای شوې دي.