سږ کال سختو بارانونو او سېلابونو په پاکستان کې لویه تباهي جوړه کړې ده. په دې آفت کې نه یوازې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه رسیدلي، بلکې د خلکو رواني روغتیا یې هم ډېره اغېزمنه کړې ده.
رواني پوهان وايي چي په ټولنیزو رسنیو (سوشل میډیا) باندې د سېلاب ځپلو د غمګینو کیسو لیدلو او اورېدلو له امله ډېر خلک اوس له ذهني ستونزو سره مخ دي. ډاکټر شهاب خان چې په خیبر پښتونخوا کې سېلاب ځپلو سیمو ته د مرستې کیمپونه جوړوي. هغه وايي چې د سېلاب وروسته نه یوازې زیانمن شوي کسان، بلکې د هغوی ویډیوګانې او تصویرونه کتل هم په ټول هېواد کې ډېر خلک په شديد صدمو او پرېشانۍ اخته کړي دي.
این دي ایم ای (NDMA) ويلي چې په دې وروستیو مون سون بارانونو او سېلابونو کې په ټول هېواد کې ۱,۰٠۶ کسان مړه شوي دي. په دې کې تر ټولو زیات ۵٠۴ کسان په خیبر پښتونخوا کې مړه شوي دي. چې ۹۰ ماشومان، ۳۳۸ نارینه او ۷۶ ښځې پکې شاملې دي.
په پنجاب کې ۳٠۴، په سیند کې ۸٠، په بلوچستان کې ۳٠، په ګلګت بلتستان کې ۴۱، په آزاد کشمیر کې ۳۸ او په اسلام آباد کې ۹ کسان مړه شوي دي. په پېښو کې ۱,۰۶۳ کسان ټپیان شوي هم دي. چې تر ټولو زیات ۶۶۱ ټپیان په پنجاب کې او ورپسې ۲۱۸ په خیبر پښتونخوا کې دي.
د بونېر د يوې کورنۍ غمجن داستان
د بونېر ضلعې د چغرزۍ تحصیل د جبګای کلي شپېته کلنه سامیرون چې د سېلاب له امله ویجاړ او له خټو ډک خپل کور ته ګوري نو په ژړا شوه او وایي چې له همدې ځایه یې د خپلو دریو لوڼو او دریو لمسیانو مړي راوېستل شوي وو. هغې خبري ادارې ته وويل چې د سېلاب په ورځ یې لوڼې او لمسیان په دې کوټه کې وو چې ناڅاپه د سېلاب لویې څپې شاته دېوال مات کړ او اوبه او غټې ډبرې کور ته دننه شوې. چې ټول کسان یې ځای پر ځای ووژل.
جبګای کلی هغه ځای دی چې په دې سېلابونو کې پکې تر ټولو زیات ۲۸ کسان مړه شوي. چې ۲۳ یې د یوې کورنۍ وو.
سامیرون ته یې ناسکه زوی، مسعود شاه وايي چې د اګست له ۱۵مې، کله چې سېلاب راغلی، تر اوسه یې کورنۍ په شديد ذهني فشار کې ده.
هغه خپله مور هغې کوټې ته نه پرېږدي چې لوڼې یې پکې مړې شوې دي او پرده یې پرې اچولې، خو بیا هم هغه هلته راځي او ژاړي. مسعود وايي، مور یې د ذهني ستونزو سره مخ ده ځکه چې خپلوان یادوي او عجیبې خبرې کوي، او اوس له باران او ورېځو څخه ډېرې وېرېږي.
د رواني روغتیا د کارپوهانو نظر
د رواني ناروغیو ډاکټر سردار عالم چې په اسلام آباد او بونېر ډاګر کې په شخصي کلینک کې ناروغان ګوري، وایي: ”د سېلاب له راتګ وروسته، د اغېزمنو سیمو هر ژوندی کس په کوم ډول نه کوم ډول ذهني زیانمن شوی دی.“ هغه زیاتوي، چې اوس د پخوانیو په پرتله د ناروغانو شمېر زیات شوی، ځکه چې دا خلک له شديد ټراما (غټ صدمه) څخه تېر شوي او اوس ذهني آرامۍ ته ډېره اړتیا لري.
بونېر د خیبر پښتونخوا په هغو ضلعو کې دی چې په سېلابونو کې ډېر زیانمن شوی دی. د پیربابا ملک پور سیمې اوسېدونکي شوکت علي کور سېلاب په پورا ډول وران کړی دی. هغه وايي، کله چې سېلاب راغی نو دی په کور کې وو. د اوبو بهاؤ دومره ناڅاپه تیز شو چې د کور شاوخوا اوبه اوبه وې. هغه له خپلې ۱۳ کسیزې کورنۍ سره د کور چت ته وخیژل. په هغه وخت کې د کور څلور دیواله په اوبو کې لاهو شول او د کور له انګڼ څخه څو فوټه لوړې څپې تېرېدې.
شوکت وايي چي په هغه وخت کې مو ټولو له خدای څخه مرسته غوښته. مونږ ټولو ځانونه په یوه رسۍ وتړل چې که مرو هم، نو یو ځای به یو؛ دا د قيامت يوه صحنه وه چې زه یې اوس هم نه شم هېرولی.“ هغه وايي، همغه منظره یې بیا بیا یادېږي او له امله یې ذهني آرام له لاسه ورکړی دی. د کورنۍ ښځې او ماشومان یې اوس د وېرې له کبله ور ويجاړ کور ته نه شي راتللی.
ډاکټر شهاب چې دا مهال د یوې غیر دولتي ادارې سره د سېلاب ځپلو په سیمو کې د خلکو درملنه کوي. وایي چې د وروستي سېلاب وروسته ډیری خلک په ذهني ناروغیو اخته شوي دي. نږدې هر دویم سړی د کومې نه کومې ذهني ستونزې له کبله پریشانه دی. شهاب وویل چې هغه هره ورځ په دې سیمو کې طبي کیمپونو ته ځي او ډېری ناروغان د خپلو ذهني ستونزو له امله د نورو ناروغیو په اړه شکایتونه کوي.
شېر افضل د بونېر ضلعي، ډاګر تحصیل، ګاګړې اوسېدونکی دی. سېلاب يې کور ویجاړ کړی او اوس نه د اوسېدو ځای لري او نه کومه خاصه عاید چې کور پرې جوړ کړي. هغه وویل: “خلک د باران لپاره دعاګانې کوي، خو زه د باران له یوې څاڅکې هم ډارېږم چې بیا سېلاب رانه شي.” هغه زیاته کړه چې د ورځې وخت خپل کور کې د ترمیم کار کوي، خو د شپې له تیارې او بارانونو څخه د ډار له کبله د شپې تېرولو لپاره خپلوانو ته ځي.
صدیقه پنځه څلوېښت کلنه ده او د پېربابا ملکپور اوسېدونکې ده. سېلاب يې کور مکمل ویجاړ کړی او اوس مجبوره ده چې په خېمه (ټينټ) کې ژوند وکړي. د صدیقې یو زوی مړ شوی چې ښځه او درې ماشومان یې ورسره په خېمه کې اوسیږي. په داسې حال کې چې بل زوی یې په لاهور کې کار کوي. هغې وویل چې هغه او خاوند یې په پټیو کې کار کاوه. خو سېلاب يې فصل او کور دواړه تباه کړل. هغې وویل چي د باران د څاڅکي په اورېدو سمدستي نږدې مسجد یا خپلوانو ته ځم، ځکه له دې ځای نه ډارېږم. بل پلو، په خېمه کې د ژوند سهولتونه هم نشته.
ارواپوهه (Psychologist) ډاکټره آمنه خان د سېلاب ځپلو لپاره په وړیا طبي کیمپونو کې درملنه کوي. هغې وویل چې په دې کیمپونو کې ډېرې ښځې او ماشومان راځي او ستونزه یې تقریبا یو ډول وي. د هغې په وینا، په ډېرو ناروغانو کې وارخطايي، د ټولې شپې له وېرې نه خوب راتلل او د باران یا وریځو څخه وېره شامله ده.
ډاکټرې آمنې خان وویل چې د درملو ترڅنګ ناروغانو ته ځینې داسې لارې چارې ښودل کیږي چې په کور کې خپل ذهني فشار کم کړي. هغې زیاته کړه، په سېلاب ځپلو سیمو کې داسې ناروغان هم راځي چې ستونزه یې ډېره جدي وي او باقاعده غونډې یا بشپړې درملنې ته اړتیا لري.
روغتیايي ننګونې او حکومتي هڅې
د خیبر پښتونخوا د روغتیا څانګې په وینا، په بونېر ضلعي کې د سېلاب وروسته ډېرې ناروغۍ پيدا شوي. چې پکې د پوستکي، سترګو، هیضه، ملیریا، ډینګي او ذهني ناروغۍ شاملې دي. د روغتیا د سلاکار ویاند عطاالله وویل چې حکومت د دې ناروغیو کمولو لپاره سمدستي بونېر او نورو ځپل شویو ضلعو ته درمل او نور طبي سهولتونه ورکړي او ډېر دولتي او خیریه ادارې وړیا طبي کیمپونه جوړوي.
د یوې خیریه ادارې په وړیا طبي کیمپ کې ډاکټرې نادیې وویل چې په سوات کې یې کیمپ ته یوه ښځه راغلې وه چې ژړل یې او ویل یې درې ځله يې حمل ضایع شوی دی. اوس څلورم ځل بیا د حمل ضایع کیدو څخه وېرېږي. ځکه خاوند یې بې روزګاره دی او سېلاب ډېر لوی زیان رسولی، نو ځکه ورته خپله درملنه پرمخ وړل ناشوني ښکاري. ډاکټرې نادیې وویل چي مونږ ورته ډېره ډاډګیرنه ورکړه. خو د هغې په سترګو کې ویره لاهم لیدل کیده.
هغې وویل چې د سېلاب وروسته د ذهني ستونزو له امله د لسګونو میندو او ماشومانو روغتیا خرابه شوې ده.
ماهر نفسیات ډاکټره آمنه وایي چې له ذهني فشار څخه د وتلو لپاره اړینه ده چې انسان خپلې ستونزې په ښکاره بیان کړي، په خپل دماغ بار وانه چوي او تل مثبت فکر وکړي او له منفي فکر څخه ځان لرې وساتي. هغې وویل چې ذهني ناروغان نه یوازې درملو ته اړتیا لري، بلکې لږ تر لږه درې میاشتې آرام، د اروا درملنې (سایکوتیراپي) او د ډاکټر سره مشورې ته اړتیا لري.
سماجی کارکونکی محمد سهیل چې د خیریه ادارې سره کار کوي. وایي چې د سېلاب له کبله د خلکو ډېر زیان شوی او د ژوند تیرولو ستونزې یې وارخطا کړي دي. د هغه په وینا اوس اړتیا ده چې د خلکو کاروبارونه بیا پیل شي او چا چې کورونه له لاسه ورکړي، کورونه ورته جوړ شي، ترڅو خپل فکر بدل کړي او په کار و روزګار کې بوخت شي.
د پېښور ارواپوه ډاکټر سید الیاس شاه وویل چې د انسان لپاره اړینه ده چې آرام چاپېریال ولري او ستړیا یې کمه وي. په دې وخت کې تر ټولو زیاتې ښځې او ماشومان له ذهني ستونزو سره مخ دي. ښځې له پخوا هم د کور کار او د ماشومانو د ساتنې له کبله ستړیا احساسوي او اوس د سېلاب په څېر لويې پېښې نورې هم پریشانه کړې دي.
هغه وویل چې په سوشل میډیا کې د ویرې ډکې کیسې کتل هم ستونزې زیږوي، نو ځکه باید موبایل له تفرېح (انټرټینمنټ) پرته استعمال نشي.