به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د پاک پوج د عامه اړیکو څانګې (آئی ایس پي آر) په وینا امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۷ مه نېټه په اورکزو ضلع کې د یوې خواشینونکې ترهګرې پېښې د مسؤلینو پر وړاندې د غچ اخیستو عملیات پیل کړي دي. په دې پېښه کې د هېواد زړور بچیان لیفټیننټ کرنل جنید طارق او میجر طیب راحت په ګډون شهیدان شول.

​آئی ایس پي آر د ترهګرو پر وړاندې د دې عملیاتو په اړه وویل چې د باور وړ استخباراتي معلوماتو پر اساس، د اورکزو ضلعي په جمال مایا عمومي سیمه کې یو عملیات ترسره شول. په اعلامیه کې راغلي چې د سختې ډزې تبادلې وروسته، په دې ترهګرۍ کې ښکېل د هند په ملاتړ ټول دېرش (۳۰) ترهګر وژل شوي او دوزخ ته استول شوي دي.

​د آئی ایس پي آر په وینا دې بریالیو عملیاتو د ناوړه عمل غچ واخیست او اصلي مجرمین یې قانون ته وسپارل.

​دوی زیاته کړه چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې د هند په ملاتړ د هر بل ترهګر د موندلو او له منځه وړلو لپاره تصفیوي عملیات کوي. په اعلامیه کې ویل شوي چې د پاکستان امنیتي ځواکونه له هېواده د هند په ملاتړ د ترهګرۍ خطره په مکمله توګه له منځه وړلو ته ژمن او پرېکړه کړي دي.

نور ولولئ