په خېبر پښتونخوا کښې د لکي مروت ضلعې د ‘مروت بیټنې قامي تحريک’ درې وتلي مشران بې درده وژل شوي دي. په وژل شوو مشرانو کښې ولي الله، فرمان الله، او عطا الله شامل دي.
دا ډېره غمجنه پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې دوه ورځې وړاندې ترهګرو دا مشران د بنو کینټ سېمې نه تښتولي وو. دا مشران د باران ډېم د اوبو ترلاسه کولو تحريک لړ کښې، د بنو باران ډېم د سفر نه بېرته راروان وو.
د سرچينو پۀ وينا د تښتولو وروستو پۀ دې دوو ورځو کښې د بنو پوليس او نورو سېکورټي ادارو لخوا دې پېښې ته څه خاص غبرګون نۀ ؤ ښودل شوی، چې پۀ دې اړه سختې اندېښنې څرګندېږي.
نن د دې درېو تښتول شوو مشرانو مړي د ټوچي پُل بنو سره نژدې پۀ سړک پراته موندل شوي. چې پۀ ګوليو وژل شوي وو. دې خونړۍ پېښې پۀ علاقه کښې د غم او غصې څپه راوستې او ځايي خلکو د سېکورټي ادارو پۀ کارکردګۍ پوښتنې راپورته کړې دي.
ښاريانو غوښتنه کړې ده چې د دغو بې ګناه کسانو پۀ وژنه کښې ښکېل عناصر دې زر تر زره ونيول شي او انصاف دې پۀ پوره کړی شي.