به‌روزرسانی دربارهٔ3 hours ago

ليکوال: شاهين افريدي

د خیبر پښتونخوا په سیاست کې یو لوی بدلون راغلی. چې پاکستان تحریک انصاف (پي ټي آی) پرېکړه کړې چې اوسنی وزیراعلیٰ علي امین ګنډاپور له دندې لري او پر ځای یې سهیل افریدی د صوبې نوی وزیراعلیٰ ونوموي.

​پي ټي آی ګوند عمومي سېکرټری سلمان اکرم راجه دا خبره تأیید کړه او ویې ویل چې د ګوند مشر عمران خان له منظورۍ وروسته سهیل افریدی نوی وزیراعلیٰ نومول شوی دی.

​سهیل افریدی چې ۳۶ کاله عمر لري. د پي ټي آی په ځوان، فعال او اصلاحاتو غوښتونکې مشرتابه کې شامل دی. سهیل افریدی چې په ۱۹۸۹ کال کې زېږېدلی، د ضلع خیبر په یوه متوسطه کورنۍ پورې اړه لري او د شلوبر قبیلې دی. په سیاست کې د هغه راتګ د کومې کورنۍ میراث نتیجه نه ده، بلکې د هغه د سیاسي هلو ځلو او مبارزې کیسه ده چې د زده کوونکي په وخت یې پیل کړې وه.

​سهیل افریدی خپله سیاسي لاره انصاف سټوډنټ فېډریشن (ISF) څخه پیل کړه او هلته د دې تنظیم پخوانی صوبایي صدر پاتې شوی. وروسته یې د خپلو تنظیمي وړتیاوو او په ځوانانو کې د نفوذ له امله، په ګوند کې مهم ځای وموند.

​د ۲۰۲۴ کال په فرورۍ کې سهیل افریدی د لومړي ځل لپاره له حلقه پي کې-۷۰ (خیبر-II) څخه په ازاده توګه د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غړی وټاکل شو. له بریا سمدستي وروسته یې په رسمي ډول پي ټي آی کې شمولیت اعلان کړو او ډېر ژر د وزیراعلیٰ خاص مرستیال د مواصلاتو او تعمیراتو (C&W) په برخه کې وټاکل شو.

​د ښې کارکردګۍ او اداري وړتیاوو له امله، وروسته په کابینه کې د بدلون پر مهال سهیل افریدی ته د وزیر په توګه د لوړو زده کړو سیټ ورکړل شوه. د هغه ملګري وایي چې سهیل افریدی په خپله لنډه موده کې د لوړو زده کړو په برخه کې ډېر اصلاحي کارونه وکړل او په پوهنتونونو کې یې پر روڼو پالیسیو ټینګار وکړو.

​د قامي اسمبلۍ پخواني سپېکر اسد قیصر سهیل افریدی ته د وزیراعلیٰ نومول کېدو مبارکي ورکړې او ویلي یې دي:

​”د عمران خان پر هدایت، سهیل افریدی ته د خیبر پښتونخوا وزیراعلیٰ په توګه د نومول کېدو په خاطر له زړه مبارکي وایم. سهیل افریدی د محصلۍ په وخت د انصاف سټوډنټ فېډریشن څخه خپله سیاسي لاره پیل کړې وه. نن عمران خان یو ځل بیا خپله هغه وعده پوره کړه چې ځوانانو ته په عملي سیاست کې ځای ورکوي. پاکستان تحریک انصاف په رښتیا هم د ځوانانو ګوند دی. ان شاءالله د خیبر پښتونخوا ولس، د پاکستان تحریک انصاف مشران او کارکوونکي به د خپل نظریاتي ځوان وزیراعلیٰ سهیل افریدی تر څنګ ولاړ وي.”

​سهیل افریدی چې د ګوند مشر عمران خان سره نږدې اړیکې لري. په خیبر پښتونخوا کې د پي ټي آی د اصلاحاتو د مخ په توګه لیدل کېږي. په صوبایي کابینه کې د هغه کار او په خپله حلقه کې له ولس سره ټینګې اړیکې هغه په صوبایي سیاست کې یو راپورته کېدونکی مشر ګرځولی دی.

په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا د نوي وزیر اعلٰی په توګه د سهیل افریدي د راتلو په اړه اوازې ګرمې وې، خو افریدي پخپله په وار وار دا تاثر رد کړی و. هغه په یوه وروستي بیان کې ویلي وو:

​”خیبر پښتونخوا د وزیر اعلٰی علي امین ګنډاپور په مشرۍ سم لوري ته روان دی. زمونږ حکومت د پرمختګ او ثبات په ایجنډا کلک باور لري.”

​خو داسې ښکاري چې په پارټۍ کې دننه اختلافات، په خاص ډول د علي امین ګنډاپور او د عمران خان خور علیمې خان ترمنځ زیاتې شوې ناندرۍ، په پای کې د مشرتابه په بدلون تمامې شوې، او سهیل افریدي یې د وزیر اعلٰی لپاره ونوماوه.

​د پاکستان تحریک انصاف (PTI) مشر بیرسټر ګوهر ویلي، عمران خان صیب په پارټۍ کې د بدلون امر کړی، او په دغه پرېکړه باندې بیا پوښتنه نه کېږي.

​ګوهر زیاته کړه: “ما له علي امین صیب سره خبرې وکړې، او هغه راته وویل چې استعفٰی به ماته راکړي، خو زه د دې واک نه لرم. د قانون او ایین مطابق، علي امین صیب باید خپله استعفٰی د ارټیکل ۱۳۰(۸) لاندې یا په مستقیم ډول د خیبر پښتونخوا والي ته او یا عمران خان صیب ته وړاندې کړي.”

​هغه په ډاګه کړه چې PTI په خیبر پښتونخوا کې دوه پر دریمه اکثریت لري، او د خان صیب په وینا، د PTI حکومت به لا هم قوي پاتې شي.

​خو سیاسي پوهان وایي، پاکستان تحریک انصاف په اوسني وخت کې په تذبذب (شک او بې پرېکړګۍ) کې ګیر شوی او په پارټۍ کې دننه ډلې جوړې شوې دي.

​د پاکستان مسلم لیګ (ن) صوبايي مشر او د وزیراعظم پاکستان د اطلاعاتو او نشراتو کوآرډینیټر اختیار ولي ویلي: “په خیبر پښتونخوا کې د وزیر اعلٰی د بدلون شاته یوه ‘غیرسیاسي مېرمن’ او ‘میراثي سیاست’ دواړه لاس لري. پښتونخوا بدقسمته صوبه ده؛ یو علي امین ولاړ، اوس ‘علي امین پلس’ راځي. صوبه د نور خرابوالي لوري ته روانه ښکاري.”

​له بلې خوا، سرچینې وایي چې د نومول شوي وزیر اعلٰی سهیل افریدي په وړاندې لا دمخه په NCCIA کې پلټنې روانې دي. په افریدي باندې د حکومتي ادارو او افسرانو په وړاندې د پاروونکو بیانونو تور دی، او د FIA سایبر کرایم څانګه په پېښور کې د هغه په اړه پلټنې کوي.

​خو د PTI مشران او کارکونکي په دې باور دي چې د سهیل افریدي نومول په PTI کې د ځوان نسل د مشرتابه د رابرسېره کېدو نښه ده، او دا پرېکړه ښیي چې پارټي اوس اصلاحاتو، تعلیم، او ځوانې مشرۍ ته پاملرنه کوي.

نور ولولئ