د پاکستان پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) په وینا امنیتي ځواکونو د اکتوبر په ۸مه ۲۰۲۵ نیټه د ډېره اسماعیل خان (ډي آی خان) په درابن سیمه کې یو بریالی عملیات وکړل. دا عملیات پر دې راپور ترسره شول چې ګواکې هلته د هند لخوا ملاتړ شوي خوارج شتون لري.
د آی ایس پي آر پر اساس په دې عملیاتو کې د ځواکونو د اغیزمنې کاروايي په پایله کې اووه (۷) هندي ایجنټان خوارج وژل شوي دي. خو په دی سختې ډزې کې میجر سبطین حیدر (۳۰ کلن، د کوټې اوسیدونکی) په ډېرې میړانې سره وجنګېدو او شهید شو. آی ایس پي آر وویل چې میجر سبطین حیدر له لومړۍ کرښې څخه د خپلې ډلې مشري کوله.
له بلې خوا تېره شپه د خیبر پښتونخوا په مرکزي کرم ضلع کې امنیتي ځواکونو د ترهګرو پر ضد یو بل استخباراتي عملیات وکړل. په دې عملیاتو کې نولس (۱۹) ترهګر وژل شوي دي.
په خواشینۍ سره چې په دې جګړه کې امنیتي ځواکونو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په وژل شویو کې یو ونګ کمانډر او یو میجر هم شامل دي. چې په ټولیزه توګه لږ تر لږه یولس (۱۱) امنیتي سرتیري شهیدان شوي دي. په دې برید کې د امنیتي ځواکونو دوه (۲) نور سرتیري ټپیان شوي او دا جګړه چې د څو ساعتونو لپاره روانه وه. د سهار تر وخته یې دوام وکړو.
امنیتي ځواکونو په سخت ځوابي برید کې د برید کوونکو ډلو دوه (۲) قومندانان ووژل. چې په دوی کې یو ډېر مطلوب ترهګر قومندان شاهین هم شامل و. د ډزو په پایله کې شپږ (۶) نور ترهګر ټپیان شوي دي.
دغه ترهګرو له ځان سره پنځه (۵) امنیتي سرتیري هم وړي وو چې وروسته یې مړي موندل شوي دي. دا خواشینونکې پېښه د جمال مېلې په سیمه کې شوې ده.