د پاک پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) مطابق، امنیتي ځواکونو د اکتوبر پر ۷ او ۸مه شپه د اورکزی په ضلع کې د استخباراتو پر اساس یو بریالی عملیات وکړل.
د ISPR په وینا دا عملیات د هندوستاني ادارو تر سیوري لاندې د فِتنہ الخوارج په نامه د ناقانونه ډلې د خوارجو د موجودیت په خبر ورکولو ترسره شول.
په بیان کې ویل شوي چې د امنیتي ځواکونو د مؤثرې کاروایۍ په نتیجه کې، د هندوستان په ملاتړ ۱۹ ترهګر ووژل شول.
خو د ډزو په سخته تبادله کې د هېواد ۱۱ زړورو ځوانانو خپله وینه تویه کړه.
د عملیاتو د جزیاتو په اړه ISPR ویلي چې په شهیدانو کې د عملیاتو مشر لیفټیننټ کرنل جنید عارف (چې ۳۹ کاله عمر یې و او د راولپنډۍ ضلعی اوسېدونکی و) او د هغه مرستیال میجر طیب راحت (چې ۳۳ کاله عمر یې و او د راولپنډۍ ضلعی اوسېدونکی و) شامل دي. دواړو افسرانو په زړورتیا سره جګړه وکړه او د شهادت عظیم رتبه یې ترلاسه کړه.
دا دي د هغو نهو (۹) زړورو عسکرو نومونه چې ورسره شهیدان شول
نایب صوبهدار اعظم ګل (۳۸) – د خیبر ضلعی نایک عادل حسین (۳۵) – د کرم ضلعی نایک ګل امیر (۳۴) – د ټانک ضلعی لانس نایک شېر خان (۳۱) – د مردان ضلعی لانس نایک تالش فراز (۳۲) – د مانسهرې ضلعی لانس نایک ارشاد حسین (۳۲) – د کرم ضلعی سپاهي طفیل خان (۲۸) – د ملاکنډ ضلعی سپاهي عاقب علي (۲۳) – د صوابۍ ضلعی سپاهي محمد زاهد (۲۴) – د ټانک ضلعی
د آی اېس پي آر (ISPR) له قوله پوځ په سیمه کې د هر هغه چا په پورا توګه له منځه وړلو لپاره چې د هند ملاتړ لري، د پاکولو (سینیټائزیشن) عملیات پیل کړي دي.
د آی اېس پي آر (ISPR) په وینا د پاکستان امنیتي ځواکونه ژمن دي چې له هېواده د هند په ملاتړ د ترهګرۍ دا بلا له منځه یوسي. زموږ د زړورو ځوانانو دا لويې قربانۍ زموږ هوډ نور هم پیاوړی کوي