د رسمي سرچینو په وینا د خیبر پښتونخوا په مرکزي کرم ضلع کې د پاکستاني طالبانو وسله والو په برید کې لږترلږه ۱۱ امنیتي سرتیري شهیدان شوي دي. په دی پیښه کي یو وېنګ کمانډر او یو مېجر هم شامل دي. دا حمله څو ساعته روانه وه او د شروع (چهار شنبې) ورځې تر سهار وختي پورې جاری وه. چې دوه نور سرتیري یې ټپیان کړل.
په ځوابي ډزو کې د طالبانو دوه قوماندانان وژل شوي چې یو د شاهین په نوم مشهور وسله وال وو او شپږ نور ټپیان شوي دي. لومړني راپورونه ښیي چې برید د جمال مېلې په سیمه کې شوی دی.
تازه راپورونه وایي چې د ډزو تبادله لا هم روانه ده. ځکه چې امنیتي ځواکونه په سیمه کې ځوابي عملیاتو ته دوام ورکوي. دا سیمه اوس مهال د اورکزي سکاوټس تر کنټرول لاندې ده. چې د فرنټیر کور اردو یوه نیمه پوځي څانګه ده.
دوه ورځې وړاندې هم وسله والو د مرکزي کرم په مرغان سیمه کې پر جوګي چیک پوسټ برید کړی وو. د نهه (سه شنبې) په ورځ وېنګ کمانډر له دې چیک پوسټ څخه لیدنه وکړه او د بیرته راستنیدو پر مهال یې د لارې ساتنې پر کاروان برید وشو. برید د نهه (سه شنبې) په ماښام پیل شو او تر سهار پورې یې دوام وکړو. ځینې سرچینې دا راپور هم ورکړی چې له برید وروسته شپږ امنیتي سرتیري بې درکه دي.