د آی ایس پي آر ډي جي لیفټننټ جنرال احمد شریف چوهدري یوې بهرنۍ مجلې (بلومبرګ) ته مرکه ورکړې او د پاکستان د پوځي پرمختګ او دفاعي دریځ په اړه یې مهم معلومات شریک کړي دي.
جنرال احمد شریف چوهدري ویلي چې د پاکستان پوځي پرمختګ تل د اغېزمنو او وړ پلیټ فارمونو (وسایلو) په ترلاسه کولو او په کور دننه جوړې شوې ټېکنالوژۍ باندې تمرکز کړی دی. هغه په ډاګه کړه چې پاکستان چمتو دی هر ډول ټېکنالوژي ترلاسه کړي که هغه هر ځایي په ختیځه یا غربي سیمه کې وي.
هغه په واضح ډول ویلي چې پاکستان له هندوستان سره د وسلو په کومه سیالۍ کې د شاملېدو هېڅ نیت نه لري او نه یې هم کله د حقایقو یا شمېرو پټولو هڅه کړې ده.
د ډي جي آی ایس پي آر په دې وروستیو کې د معرکهِ حق په نوم عملیاتو کې د پاکستاني وسلو د سیسټمونو پر اغېزمنې کارکردګۍ خوښي وښوده. هغه په خاص توګه د چین څخه ترلاسه شویو پلیټ فارمونو کارکردګي وستایله. هغه تایید کړه چې په دې عملیاتو کې هندوستان د پاکستان هېڅ الوتکه نه ده راغورځولې.
د بلومبرګ په راپور کې دا دعوی هم شوې چې د معرکهِ حق په عملیاتو کې د چین جوړ جی-۱۰ سي (J-۱۰C) جنګي جېټ الوتکو د هند د هوايي ځواک څو الوتکې ویشتلې دي. چې پکې رافېل هم شامل وې. په راپور کې دا هم ویل شوي چې یوه اونۍ وړاندې د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د اوو هندي الوتکو رانسکورېدل تایید کړي وو.
په مرکه کې وویل شول چې د پاکستان دفاعي زېرمې د چینایي وسلو او امریکا جوړو اېف-۱۶ (F-۱۶) جنګي الوتکو څخه جوړې دي. د دې نه علاوه پاکستان د اګست په میاشت کې د زیډ-۱۰ اېم اې (Z-۱۰ME) جنګي چورلکو (اٹیک هیلي کاپټر) د خپل هوایي بېړۍ کې د شاملولو اعلان هم کړی و.