به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو واک ته له بیا راتګ څلور کاله وروسته، افغان میرمنې د نړۍ تر ټولو سخت ظلم لاندې دي. د ملګرو ملتونو د ادارې (UN Women) د وروستي راپور له مخې، طالبانو پر ښځو د تعلیم، کار، او په ټولنیز ژوند کې د ګډون یو بندیز هم نه دی لرې کړی. چې اوس یوه دایمي پالیسي او تیاره نوې لاره ګرځېدلې ده.

​طالبانو زمونږ لپاره د کار دروازې تړلې دي. مونږ که څومره هم څومره تعلیم یافته یو، دوی به هیڅکله هم د افغان جبنکو او میرمنو لپاره دا دروازې بیا خلاصې نه کړي.

​د کابل د یوې پوست ګریجویټ جینۍ دا خبرې د هغه نسل مایوسي ښيي چې راتلونکی یې ترې اخیستل شوی دی. د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو واک ته له بیا راتګ څلور کاله وروسته هم افغان میرمنې د نړۍ تر ټولو سخت ظلم لاندې دي. د ملګرو ملتونو د ادارې (UN Women) د نوي راپور (د طالبانو څلور کاله: کله چې افغان میرمنو له بندیزونو سره سره مقاومت وکړو) له مخې، د ښځو پر آزادۍ یو امر هم نه دی بیرته اخیستل شوی. هغه کارونه چې لنډمهاله بلل کیدل اوس دایمي پالیسي شوي دي – یوه تیاره “نوې لاره” چې پکې د ښځو تعلیم، کار، او په ټولنیز ژوند کې ګډون نږدې ختم شوی دی.

​راپور په دې ټینګار کوي چې د ۲۰۲۴ کال د امر بالمعروف او نهي عن المنکر قانون د جنس پر اساس تبعیض په رسمي ډول منظم کړی، چې له امله یې بندیزونه نور هم منظم او نه چلنج کیدونکي شوي دي. د تعلیم او کار بندیزونو نږدې ۸۰ سلنه د ۱۸ تر ۳۰ کلونو پورې افغان میرمنې له تعلیمي ادارو او کارونو محرومې کړې دي. د ښځو تګ راتګ د محرم قانون له لارې محدود شوی. په داسې حال کې چې د څارنې خپرېدونکې جاله ویره او تنګسه نوره هم زیاته کړې ده.

​سره له دې تیاره حالت د (UN Women) راپور د افغان میرمنو مقاومت او زړورتیا روښانه کوي. په بیلابیلو ولایتونو کې میرمنې په غیر رسمي ښوونځیو کې تدریس کوي، کورني کار و بار پر مخ وړي، او د پټ شبکو له لارې د خپلو حقونو لپاره غږ پورته کوي. میرمنې مرستندویانې او په روغتیایي برخه کې کار کوونکې د خاموش ژوند ډور بلل کیږي – چې په پټه توګه خپلو ټولنو ته ملاتړ ورکوي.

​خو د ښځو په مشرۍ سازمانونو ته د مالي مرستو کموالی بحران نور هم زیاتوي. دا سازمانونه چې پخوا د تعلیم، قانوني مرستې، او رواني روغتیا لپاره مهم پناه ځایونه وو. د سرچینو کموالي او د طالبانو د فشار له امله تړل کیږي. د مهاجرینو اجباري ستنېدل وضعیت نور هم خرابوي. په خاص توګه د هغو میرمنو لپاره چې خپل کور، کار، او خوندیتوب یې هر څه له لاسه ورکړي دي.

​د (خبر کدہ) سره په یوې خاص مرکه کې قندي صافي د طالبانو او نړیوالې ټولنې دواړو سخته غندنه کړې ده چې د ښځو د حقونو فعاله او د “دا واک تحریک” مشره ده.

طالبانو په قطر کې ژمنه کړې وه چې دوی به په ښځو باندې بندیزونه نه لګوي. مګر حقیقت یې بیخي برعکس دی. د دوحې تړون اساسي مادې په افغانستان کې هیڅکله پلي نشوې. پرځای یې طالبان په ښځو باندې په منظم ډول ډېرېدونکي بندیزونه لګوي. امریکا او نړیوال سازمانونه یوازې لیدونکي پاتې دي. دوی د افغان ښځو د حقونو ساتنې لپاره هیڅ قوي ګام پورته نه کړو. یوازې یې بیانونه خپاره کړل او عملي کار یې ونکړو.”

​دا نظرونه د هغو لسګونو ښځینه فعالانو غږ دی چې په دې باور دي چې نړیواله ټولنه یوازې په نومويي غندنې پسې تللې ده. یوازې له بیانونو او غونډو څخه هیڅ ګټه ونشوه. په داسې حال کې چې د افغان ښځو ازادي ورځ تر بلې ختمېږي.

​د یو-این ویمن (UN Women) راپور له نړیوالې ټولنې څخه سملاسي او پیاوړي اقدامات غواړي چې:

​د ښځینه سازمانونو لپاره پایښت لرونکې او انعطاف منونکې مالي مرسته ورکړي.

​د ټولو مرستو لږ تر لږه ۳۰ سلنه برخه دې په مستقیمه توګه جنسي مساوات ته خاص شي.

​د ښځو حقونه دې په افغانستان کې د هر ډول بشري او سیاسي مداخلې مرکزي برخه وګرځول شي.

نور ولولئ