به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

پاکستان په نړیواله کچه یو ډېر مهم ګام واخیست. د کراچۍ پورټ قاسم د نړیوال بانک او ایس اېنډ پي ګلوبل مارکیټ انټیلیجنس لخوا په خپور شوي د کنټینر پورټ پرفارمنس انډیکس (CPPI) ۲۰۲۴ کې په ټوله نړۍ کې د نهمې تر ټولو زیات پرمختګ کوونکې بندرګاه جایزه وګټله.

​دا انډیکس د نړۍ له ۴۰۰ زیاتو بندرګاوو څېړنه کوي. پورټ قاسم په تېرو څلورو کلونو (له ۲۰۲۰ څخه تر ۲۰۲۴ پورې) کې ۳۵.۲ پواینټه ډېر ښه والی کړی دی. دا پرمختګ د دې ښکارندویي کوي چې د بندرګاه کارونه، ډیجیټل کول، د بار او مال ژر لېږدول او د بیړیو انتظار کمول ډېر اغېزمن شوي دي.

​وفاقي وزیر جنید انور چوهدري دغه بریا د ملي ویاړ لمحه بللې او ویلي یې دي چې د پالیسۍ سمون او اغېزمنو قوانینو په دې کې مهم رول لوبولی دی.

​د راپور له مخې په دې ډېر ښه والي کې ډیجیټل کولو، کارګو آټومیشن او رییل ټایم تعقیب نوي معیارونه جوړ کړي دي. د ډي پي ورلډ تر څارنې لاندې قاسم انټرنیشنل کنټینر ټرمینل (QICT) په نړیوال معیار ساتلو کې لویه ونډه اخیستې ده.

​د پورټ قاسم ریئر اډمیرل (ریټایرډ) معظم الیاس دا بریا د پورټ د کارمندانو سخت کار او ارادې پایله بللې ده او ویلي یې دي چې عصري ټیکنالوژۍ او نوښت د پورټ عملیات له نړیوالې کچې سره یو شان کړي دي.

​د پاکستان حکومت د بندرګاه د لا پرمختګ لپاره د یوې اوږدې مودې ډریجینګ پروژې منظوري هم ورکړې ده. دا پروژه به ژورې لارې جوړې کړي. چې لويو بيړیو ته به راتګ ممکنه کړي او سوداګري به زیاته شي. نوې بېړۍ لنګرځایونه او د سامان ساتلو اسانتیاوې به د صادراتو وړتیا نوره هم لوړه کړي.

​د پورټ قاسم دا پرمختللې کارکردګي به د وارداتو او صادراتو لګښت کم کړي او په نړیواله کچه به نورې بهرنۍ پانګونې راجلب کړي. دا لویه بریا پاکستان په سیمه کې د یوه پیاوړي لوژستیکي مرکز په توګه ثابتوي. کراچۍ، ګوادر او پورټ قاسم په ګډه د هیواد لپاره یو عصري سمندري مثلث جوړوي.

نور ولولئ