به‌روزرسانی دربارهٔ12 hours ago

د بلوچستان د ترهګرۍ ضد څانګې (CTD) کوئټې ته نږدې په اغبرک کلي کې د ترهګرو د شتون په پټ خبر عملیات وکړل او ۱۰ ترهګر یې ووژل.

​د پولیسو په وینا کله چې د سي ټي ډي (CTD) کارکونکي په اغبرک کې د ترهګرو پټنځای ته ورسېدل. نو هلته موجودو ترهګرو په ځواکونو ډزې پیل کړې.

​د سي ټي ډي (CTD) کارکونکو ځوابي ډزې وکړې. چې په نتیجه کې یې ۱۰ ترهګر له منځه یوړل شول. له وژل شویو ترهګرو نه ډېره وسله او چاودیدونکي توکي هم ترلاسه شول.

​پولیسو زیاته کړه چې وژل شوي ترهګر په امنیتي ځواکونو باندې په بریدونو او مختلفو ورانکارو فعالیتونو کې ښکیل وو. د سي ټي ډي (CTD) دا بریالي عملیات د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یوه مهمه لاسته راوړنه بلل کیږي.

نور ولولئ