د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د نهه (سې شنبې) په ورځ وویل چې د پاکستان د فیلډ مارشل عاصم منیر لخوا د هغه ستاینه د دوی لپاره لوی ویاړ دی. چا چې ټرمپ ته د هند او پاکستان ترمنځ د شخړې د شدت کمولو په برخه کې مهم رول ورکړی. کوم چې د فیلډ مارشل په وینا په میلیونونو ژوندونه وژغورل.
ولسمشر ټرمپ د امریکا د پوځي مشرانو په وړاندې څرګنده کړه چې د پاکستان فیلډ مارشل د تاوتریخوالي کمولو لپاره د هغه هڅې ستایلي. په خاص ډول یې ویلي چی که جګړه روانه پاتې وای نو وضعیت به ډېر بد شوی وای. ولسمشر ټرمپ د دغو څرګندونو لپاره خپله رښتینې مننه څرګنده کړه او ویې ویل چی زما د هغه تبصره ډېره خوښه شوه او زیاته یې کړه چې دې خبرو پرې ښه تاثیر کړی دی.
د ولسمشر ټرمپ په وینا د پوځ لوی درستیز فیلډ مارشل منیر دا تبصرې د نورو په شتون کې، په شمول د دوو جنرالانو، کړې وې. چې دا یې د هغه خبرو ته ډېر اهمیت ورکړو.
د ولسمشر ټرمپ دا وینا د فیلډ مارشل منیر سره له دوو وروستیو لوړ پوړو غونډو وروسته کیږي.
لومړۍ غونډه د جولای په میاشت کې د سپینې ماڼۍ په کابینه کې د غرمې ډوډۍ پر مهال ترسره شوه. چیرې چې فیلډ مارشل د ولسمشر ټرمپ حکمت لرونکی مشرتابه او د نړیوالو څو اړخیزو ننګونو په درک او حل کولو کې د هغه وړتیا ومنله.
دویمه غونډه د روانې میاشتې په پیل کې په سپینه ماڼۍ کې وشوه. چیرې چې ولسمشر ټرمپ له لومړي وزیر شهباز شریف او فیلډ مارشل منیر سره ګډه ناسته وکړه. په دې غونډه کې لومړي وزیر شهباز شریف هم د ولسمشر ټرمپ ژوره ستاینه وکړه او هغه یې د سولې ملاتړی وباله چې په ټوله نړۍ کې د شخړو حل لپاره رښتینې هڅې کوي.
د وزیراعظم دفتر لخوا خپره شوې یوه اعلامیه دغو احساساتو ته تایید ورکړو او یادونه یې وکړه چې لومړي وزیر په اوول دفتر کې له ولسمشر ټرمپ سره په تودې او خوشاله ناستې کې د امریکا د ولسمشر زړور، میړني او قاطع اقدامات وستایل.
وزیراعظم ټینګار وکړو چې دغه اقداماتو د پاکستان او هند ترمنځ د اوربند په اسانتیا کې مرسته وکړه او په دې توګه یې په جنوبی ایشیا کې د یوې احتمالي لویې تراژیدۍ مخه ونیوله.