به‌روزرسانی دربارهٔ10 hours ago

په خیبر پښتونخوا کې د جنوبي وزیرستان اپر په ځینو سیمو کې د اکتوبر پر لومړۍ نېټه سخته پابندي لګېدلې ده. دا بندیز به د سهار ۶ بجو څخه تر ماښام ۷ بجو پورې وي.

​په دې موده کې به په ټولو متاثره سیمو کې هر ډول تګ راتګ په مکمله توګه بند وي.

​د انتظاميې په وینا، ټول بازارونه او مارکېټونه به بند وي.

​پر دغو لاندې سړکونو تګ راتګ سخت منع دی:

​لومړی لار: د آسمان منزې څخه تر بدربرېج پُل پورې.

​دویم لار: د لدها څخه تر بدربرېج پُل پورې.

​د عامو وګړو لپاره لارښوونې

​خلکو ته وایي چې باید له کورونو څخه ونه وځي او له انتظاميې سره مرسته وکړي.

​ د ډېرې سختې ایمرجنسۍ په حالت کې پر بندو لارو سفر کولای شي.

​د سفر لپاره د پولیسو یا سېکیورټي ځواکونو اجازه اخیستل او د شناختی کارت ښودل ضروري دي.

نور ولولئ