د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې (FAO) خبرداری ورکړی چې په پنجاب او خیبر پښتونخوا (K.P) کې د وروستیو سیلابونو له امله د راتلونکي ربي فصل کرنه سخته زیانمنه کیدای شي. بل پلو د پنجاب د آفتونو د مدیریت ادارې د سروې ټیمونو ته لارښوونه کړې چې د زیانونو د ارزونې پر مهال عامه شکایتونو ته لومړیتوب ورکړي.
د FAO لخوا د ګل (دوشنبې) په ورځ په خپاره شوي لومړني راپور کې خبرداری ورکړل شوی چې سیلابونو د ۲۰۲۵-۲۶ د ربي او د ۲۰۲۶ د خریف فصلونو لپاره د تخمونو په برابرولو کې خطر پیدا کړی دی.
د راپور له مخې سیلابونو ۱.۳ ملین هکتاره ځمکه تر اوبو لاندې کړه. چې ۹۳۰۰۰۰ هکتاره یې کرنیزه ځمکه وه. په دې کې پنجاب تر ټولو ډیر زیانمن شوی دی.
راپور زیاتوي چې د غنمو د تخم نیمایي برخه د بزګرانو د خوندي شوي غلې څخه راځي. چې یوه لویه برخه یې په کورونو کې د سیلاب له امله له منځه تللې ده.
که څه هم په رسمي سیکټر کې له ۸۰ تر ۹۰ سلنه تخم شته. خو د تقاضا زیاتوالی او د نرخونو لوړیدل بزګران دې ته مجبوروي چې تخم د غلې په توګه وپلوري. چې په دې توګه به په ټولیز ډول په ضلعو کې د تخمونو شتون کم شي.
په پاکستان کې سیلابونو د مالدارۍ سیکټر ته هم سخت زیان رسولی دی.
وروستیو سیلابونو د څارویو د خوراک (واښه) عرضه ډیره زیانمنه کړې. چې له امله یې په لیرو پرتو سیمو کې لګښت لوړ شوی او لاسرسی ورته کم شوی دی.
د راپور له مخې د مالدارۍ د ناروغیو له امله د څارویو مالکان په کم قیمت د پلورلو ته اړ شوي. پداسې حال کې چې په رسمي بازار کې یوازې ۴۵ سلنه د واښو تخمونه شته.
په پناه ځایونو کې د اوبو دریدل او ګڼه ګوڼه په څارویو کې تشنج او د ناروغیو خطر زیاتوي. FAO د لمپي سکن ډیزیز (LSD)، منځ کھر (Foot-and-Mouth Disease) او نورو ساري ناروغیو د خپریدو لپاره د مناسبو شرایطو خبرداری ورکړی دی.