د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ د غزې د جګړې د ختمولو لپاره نوې طرحه وړاندې کړې ده. ټرمپ د دې منصوبې په اړه د خبرو لپاره د اسرائيل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو ته سپينې ماڼۍ ته بلنه ورکړې وه. دا ملاقات په داسې وخت کې کېږي چې یو شمېر لوېدیځو هېوادونو د امریکا او اسرائيلو له مخالفت سره سره فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلی دی.
د رویټرز خبري اېجنسۍ په حواله دا د ټرمپ د دویم ځل ولسمشرۍ له پیل راهیسې واشنګټن ته د نتن یاهو څلورم سفر دی. نتن یاهو غواړي داسې وخت کې له امریکا سره خپلې اړیکې پیاوړې کړي چې د نړۍ په کچه یې یوازیتوب زیاته شوې ده.
د برېتانیا، فرانسې، کاناډا، اسټرالیا او نورو هېوادونو له خوا د فلسطیني دولت په رسمیت پېژندلو له امله پر نتن یاهو کلکه نیوکه شوې ده. دې هېوادونو ویلي چې دا کار د دوو دولتونو د حل لارې د ژغورلو او د جګړې د پای ته رسولو لپاره ضروري دی. نتن یاهو دا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ شرمناکه پرېکړه بللې ده.
ټرمپ د اتوار (یکشنبې) په ورځ رویټرز ته وویل چې هغه هیله لري چې نتن یاهو به د غزې د جګړې د پای ته رسولو او پاتې یرغملو د خوشې کولو په اړه پر یوه چوکاټ موافقه وکړي. ټرمپ د سعودي عربستان، قطر، متحده عربي اماراتو، اردن او مصر د مرستو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا یوازې د غزې نه بلکې منځني ختیځ ته د سولې معنی لري.
د سولې دغه منصوبه چې تېره اوونۍ په عربي او اسلامي هېوادونو کې ووېشل شوه. د ټولو یرغملو د خوشې کولو پر قطر د اسرائيلو د بریدونو د درولو او د اسرائيلو او فلسطینیانو ترمنځ د سوله ییز ګډ ژوند لپاره د نویو خبرو اترو غوښتنه کوي.
د اسرائيلو یو لوړپوړي چارواکي رویټرز ته وویل چې د سولې د تړون په اړه لا څه ویل له وخته مخکې دي او نتن یاهو به نن په ملاقات کې ټرمپ ته د اسرائيلو غبرګون وړاندې کړي. نتن یاهو لا هم له حماس سره جګړې ته دوام ورکوي خو په خپل هېواد کې د یرغملو له کورنیو او جنګ ځپلو خلکو له خوا له زیات فشار سره مخ دی. اسرائيل د غزې په جګړه کې د جنګي جرمونو په تور د نړیوالې جنایي محکمې له امر سره هم مخ دی چې اسرائيل یې ردوي.
په هم دې وخت کې د ملګرو ملتونو د فلسطینیانو کډوالو ادارې (UNRWA) مشر فلیپ لازاریني د غزې وضعیت په اړه یو سخت خبرداری ورکړی دی. د الجزیرې په وینا هغه په خپل یوه ویډیویي پیغام کې ویلي چې په غزه کې سکولونه په مکمله توګه ویجاړ شوي دي.
لازاریني په X (پخواني ټویټر) کې په یوه خپره شوې ویډیو کې وویل چې د غزې سکولونه په مکمله توګه ویجاړ شوي. خلک مجبور دي چې د خاورو منځ کې ژوند وکړي او هره ورځ یې تر ټولو لویه اندېښنه یوازې د خوړو او اوبو موندول دي.