به‌روزرسانی دربارهٔ4 hours ago

د هندوستان تر واک لاندې د لداخ په دوو مهمو ضلعو کې یې د زیارت (پنجشنبې) په ورځ سخت امنیتي بندیزونه ولګول. دا ګام وروسته له هغه پورته شو چې یوه ورځ مخکې د پولیسو او سلګونو لاریون کوونکو ترمنځ سخته نښته وشوه. چې له امله یې څلور کسان ووژل شول او لسګونه نور ټپیان شول. لاریون کوونکو لداخ ته د لا زیاتې خپلواکۍ ورکولو غوښتنه کوله.

​د ډوېچه وېله (Deutsche Welle) نړیوالې رسنۍ د راپور له مخې هندي چارواکو د لیه او کارګل په ضلعو کې تر پنځو ډېرو کسانو په راټولېدو بندیز ولګاوه. د زیارت (پنجشنبې) په ورځ پولیس او نیم پوځي ځواکونو د ښار په سړکونو ګزمې کولې او د سخت امنیتي وضعیت له امله ټول دوکانونه او سوداګریز مرکزونه بند وو.

​د راپور له مخې تاوتریخوالی د شورو (چهارشنبې) په ورځ هغه مهال پیل شو کله چې پولیسو مظاهره کوونکي په لیه کې له لاریون کولو منع کړل. د پولیسو په وینا غصه شویو لاریون کوونکو د پولیسو موټرو، د بهارتي جنتا ګوند سیمه ییز دفتر او ځینو دولتي ودانیو ته اور واچاوه.

​د پولیسو او سیمه ییزو سرچینو په وینا د لاریون کوونکو د خپرولو لپاره د پولیسو ډزو، اوښکې بهوونکو ګیس او ډنډو وهلو په پایله کې لږ تر لږه څلور لاریون کوونکي ووژل شول او ګڼ شمېر نور ټپیان شول.

​لداخ د هند، پاکستان او چین ترمنځ پروت دی. چې په ۲۰۱۹ کال کې له هندي کشمیر څخه جلا شو. دا وېش هغه مهال وشو چې نوي ډیلي د دې لانجمنې سیمې نیمه خودمختاره حیثیت پای ته ورساوه. په داسې حال کې چې په کشمیر کې د نوي ډیلي د اقداماتو پر ضد غږونه خپاره شوي. خو په لداخ کې په وروستیو کلونو کې د سیاسي حقونو غوښتنو زور اخیستی.

​د هند د کورنیو چارو وزارت د شورو (چهارشنبې) په شپه په یوه بیان کې د تاوتریخوالي پړه د چاپیریال ساتونکي فعال سونم وانګچک په “پاروونکو ویناګانو” واچوله، چې له ستمبر میاشتې راهیسې په لوږه اعتصاب کې و. له دې نښتو وروسته وانګچک خپل د لوږې اعتصاب پای ته رسولی.

نور ولولئ