به‌روزرسانی دربارهٔ2 hours ago

د خیبر پښتونخوا مردان د ترهګرۍ ضد عدالت (ATC) یو کس د مذهب سپکاوي په جرم په مرګ محکوم کړی دی چې نوم یې شهزاد دی. د عدالت قاضي فضل ستار په خپل پرېکړه کې ویلي چې استغاثې پر تورن لګول شوي تورونه بې له شکه ثابت کړي دي.

​دغه مقدمه مولانا وهاب ګل د یوې اېف‌آر‌ای په اساس درج کړې وه. اېف‌آر‌ای کې تور لګول شوی وو چې د ۲۰۲۴ کال د ستمبر په ۱۰مه نېټه شپه شهزاد په خپلو ټولنیزو رسنیو باندې د پیغمبر اسلام حضرت محمد ﷺ او نورو سپېڅلو شخصیتونو خلاف د سپکاوي مواد شریک کړي وو. عدالت دغه جرم ثابت کړ او په بېلا بېلو دفعاتو یې سزاګانې واورولې.

​دفعہ ۲۹۵-سي: د رسالت د سپکاوي په جرم باندې د مرګ سزا او درې لکه روپۍ جرمانه.

​دفعہ ۲۹۵-اې: د مذهبي احساساتو د سپکاوي په جرم لس کاله سخته قیدي او یو لک روپۍ جرمانه.

​دفعہ ۷(ز) د ترهګرۍ ضد قانون: پنځه کاله سخته قیدي او پنځوس زره روپۍ جرمانه.

​دفعہ ۱۱ د الېکټرانيک جرمونو قانون: درې کاله سخته قیدي او لس زره روپۍ جرمانه.

​عدالت امر کړی چې ټولې سزاګانې به په یو وخت نافذ شي او تورن به په دار وځړول شي. خو د مرګ سزا د تایید لپاره به دا مقدمه پېښور هایي کورټ ته لېږل کېږي.

​دا پرېکړه په مردان او پېښور کې د مذهب د سپکاوي د تېرو مقدمو وروسته راغلې ده. په پاکستان کې د مذهب د سپکاوي مقدمې ډېرې حساسې دي او پر هغوی سخت قانوني اقدامات کېږي. شهزاد ته ورکړل شوې سزا هم په همدې لړۍ کې ده چې پکې عدالتي عمل پوره شو.

نور ولولئ