په بنو ډومیل بازار کې نامعلومو کسانو ډزې کړې دي چې له امله یې یو پولیس وژل شوی دی. د پولیسو په وینا قدوس په ډومیل بازار کې پر دنده و چې نامعلومو بریدګرو پرې ډزې وکړې.
د ډزو په پایله کې قدوس سخت ټپي شو او سمدستي د ژغورنې کارکوونکو له خوا د ډومیل روغتیا مرکز (RHC) ته یوړل شو. ډاکټرانو په روغتون کې د هغه مړینه تایید کړه.
د پولیسو په وینا بریدګر له پېښې وروسته په تېښته بریالي شوي دي. پولیسو سیمه کلابنده کړې او د مجرمینو د موندلو لپاره یې پلټنې پیل کړې دي. چې نور تحقیقات یې روان دي.