څو ورځې وړاندې د خیبر پښتونخوا د اورکزئیو په دره حسن زئی او میر غاړه سیمو کښې د فتنه الخوارج د ډلې ځینې ترهګرو له خلکو نه باج غوښته. د دغې پېښې نه پس امنیتي ځواکونو د دغو ترهګرو په خلاف یو کامیاب تلاشي او عملیات وکړل. د پولیسو په وینا ترهګرو یو ځل بیا دغلته راتلل او غوښتل یې چې د سیمې خلک ووېروي. خو امنیتي ځواکونو په سمدستي توګه اقدام وکړو.
د دغو عملیاتو مشري د ضلعې د پولیس افسر شوکت علي او د اورکزی سکاوټس کمانډنټ کرنل مدثر په ګډه کوله. ترهګرو په پولیسو او فرنټیر کور (ایف سی) ډزې وکړې خو هغوی په ډېرې موثرې او کلکې توګه ځواب ورکړو. پولیس او امنیتي ځواکونو په ډېرې میړانې سره د سیمې د ترهګرو نه د پاکولو لپاره عملیات وغځول او هغوی یې تېښتې ته مجبور کړل.
دا لومړی ځل دی چې پولیس، انتظامیه، ایف سی او ولس په ګډه د ترهګرو په خلاف ودرېدل او ماتې یې ورکړه. ځایي خلکو د امنیتي ځواکونو سره پوره ملاتړ وکړو او پاکستان دې ژوندی وي، پولیس دې ژوندي وي او پاک فوج دې ژوندي وي نعرې ووهلې. دا په دې دلالت کوي چې ټول قوم د امن د دښمنانو د ختمولو لپاره هوډمن دی. دا اقدام یو واضح پیغام ورکوي چې ریاست به په هیڅ صورت کښې ترهګر او د امن دښمن عناصر ونه زغمي.