به‌روزرسانی دربارهٔ1 hours ago

د بلوچستان وزیر اعلی میر سرفراز بګټي ویلي چي له افغانستان نه د کډوالو په عزتمنه توګه ستنیدل د دواړو هېوادونو په ګټه دي. هغه دا خبرې په کویټه کې د افغانستان له سرپرست قونصل جنرل مولوي محمد حبیب ناصر سره د لیدنې پر مهال وکړې.

​په دې لیدنه کې له بلوچستان څخه د افغان کډوالو پر وتلو او نورو چارو خبرې وشوې. وزیر اعلی وویل چې د صوبایی حکومت د بهرنیانو د ایستلو په اړه پر ملي پالیسۍ کار کوي. هغه ډاډ ورکړ چې حکومت له هغو افغان کډوالو سره پوره مرسته کوي چې بېرته خپل هېواد ته ستنېږي.

​ وزیر اعلی میر سرفراز بګټي وویل چي زمونږ دودونه پر بشري خواخوږۍ او درناوي ولاړ دي او افغان مېرمنې د خپلو میندو او خویندو په څېر ګڼو. هغه اداري افسرانو ته واضح لارښوونې ورکړې چې د وتلو پر مهال دې زړو، مېرمنو او ماشومانو ته هېڅ ډول تکلیف نه رسوي. د دې مقصد لپاره د بلوچستان حکومت یو لوړ پوړی افسر د اړیکو مسؤول هم ټاکلی دی.

​هغه زیاته کړه چې د کډوالو د ستنولو لړۍ به په تدریجي او عزتمنه توګه شروع شي او د بلوچستان حکومت د بشري خواخوږۍ له مخې ټولی ضروری اسانتیاوې برابروي.

نور ولولئ